تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره تعامل ته اړتیا ده – سرګی لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره خبرې وکړي؛ ځکه، چې طالبان( اسلامي امارت ) د افغانستان یو حقیقت دی.
سرګي لاوروف امريکا ته له خپل سفر وروسته په نيويارک کې له خبريالانو سره په خبرو کې څرګنده کړې: مونږ ګومان کوو، چې طالبان( اسلامي امارت) يو واقعيت دی. له دوی سره د ځمکې پر سر خبرې اړینې دي.
هغه دا هم ویلي؛ مونږ تر هغې د افغانستان اوسنی لنډمهالی حکومت پر رسمیت پېژندلی نهشو، چې خپلې ژمنې او همدارنګه د نړیوالې ټولنې غوښتنې یې پلې کړې نهوي او همدارنګه یوه ټولګډونه سیاسي جوړښت یې نه وي رامنځته کړی. دا سمه ده، چې طالبان وايي د دوی دولت د تاجک ازبک او هزاره څخه جوړ شوي دی؛ خو بیا هم له نړیوالو سیاسي معیارونو سره برابر نهدی او نړیوال دوی د همدې لپاره پر رسمیت نهپېژني.
لاوروف زیاته کړې: د نړیوالو د پېژندلو لپاره د نورو معیارونو په منځ کې د نجونو او ښځو د حقونو په ګډون اساسي بشري حقونه هم ذکر شوي دي.
هغه دا هم ویلي؛ مسکو په دې نظر دی، چې لویدیځ باید له خبرو ډډه ونهکړي؛ ځکه په افغانستان کې شل کاله پاتې دي او د افغانستان له اوسني بشري وضعیت څخه د وتلو یواځنۍ لار داده، چې طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړو.
لاوروف په ورته وخت کې ویلي، مسکو د مې په لومړۍ نېټه په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازې د غونډې د جوړېدو ملاتړ کوي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش پر کوربتوب جوړیږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې اسلامي امارت تل ویلي، چې د یوه مشروع حکومت په توګه یې د رسمیت پېژندلو ټول شرایط پوره کړي؛ خو نړیواله ټولنه په دې قضیه کې د پلمې په لټه کې ده. اسلامي امارت اوس هم د ټولګډونه حکومت رامنځته کول او د بشري حقونو مسایل د افغانستان داخلي مسایل ګڼي او له هېوادونو یې غوښتي، چې د افغانستان په داخلي مسایلو کې لاسوهنه ونهکړي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ5 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
تحول5 days agoتحول: پر افغانستان د منځني ختیځ د جګړې اغېزې

