تازه خبرونه

له اسلامي امارت  سره تعامل ته اړتیا ده – سرګی لاوروف

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۲)

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره خبرې وکړي؛ ځکه، چې طالبان( اسلامي امارت ) د افغانستان یو حقیقت دی.

سرګي لاوروف امريکا ته له خپل سفر وروسته په نيويارک کې له خبريالانو سره په خبرو کې څرګنده کړې: مونږ ګومان کوو، چې طالبان( اسلامي امارت) يو واقعيت دی. له دوی سره د ځمکې پر سر خبرې اړینې دي.

هغه دا هم ویلي؛ مونږ تر هغې د افغانستان اوسنی لنډمهالی حکومت پر رسمیت پېژندلی نه‌شو، چې خپلې ژمنې او همدارنګه د نړیوالې ټولنې غوښتنې یې پلې کړې نه‌وي او همدارنګه یوه ټولګډونه سیاسي جوړښت یې نه وي رامنځته کړی. دا سمه ده، چې طالبان وايي د دوی دولت د تاجک ازبک او هزاره څخه جوړ شوي دی؛ خو بیا هم له نړیوالو سیاسي معیارونو سره برابر نه‌دی او نړیوال دوی د همدې لپاره پر رسمیت نه‌پېژني.

لاوروف زیاته کړې: د نړیوالو د پېژندلو لپاره د نورو معیارونو په منځ کې د نجونو او ښځو د حقونو په ګډون اساسي بشري حقونه هم ذکر شوي دي.

هغه دا هم ویلي؛ مسکو په دې نظر دی، چې لویدیځ باید له خبرو ډډه ونه‌کړي؛ ځکه په افغانستان کې شل کاله پاتې دي او د افغانستان له اوسني بشري وضعیت څخه د وتلو یواځنۍ لار داده، چې طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړو.

لاوروف په ورته وخت کې ویلي، مسکو د مې په لومړۍ نېټه په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازې د غونډې د جوړېدو ملاتړ کوي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش پر کوربتوب جوړیږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې اسلامي امارت تل ویلي، چې د یوه مشروع حکومت په توګه یې د رسمیت پېژندلو ټول شرایط پوره کړي؛ خو نړیواله ټولنه په دې قضیه کې د پلمې په لټه کې ده. اسلامي امارت اوس هم د ټولګډونه حکومت رامنځته کول او د بشري حقونو مسایل د افغانستان داخلي مسایل ګڼي او له هېوادونو یې غوښتي، چې د افغانستان په داخلي مسایلو کې لاسوهنه ونه‌کړي.

Trending

Exit mobile version