تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره تعامل دې د دې ټولنې عمومي منشي وارزوي – د م.م امنیت شورا

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې پر ورځ (د کب ۲۵) د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترشه وغوښتل، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د اړیکو د څرنګوالي او د ښځو او نجونو د محدودیتونو په ګډون له ننګونو سره د مبارزې په اړه یوه خپلواکه ارزونه وړاندې کړي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امنیت شورا ۱۵ غړیو پرېکړه وکړه، چې ګوترش باید د نومبر تر نیمایي پورې د ملګرو ملتونو دننه او بهر اړوند سیاسي، بشردوستانه او پراختیایي فعالینو لپاره وړاندیزونه وړاندې کړي.

اوسمهال نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته له ورتګه منع شوې دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې، لانا نسیبه ویلي، اوسنی وضعیت د دوام وړ ندی.

نصیبې یوې خبري ناستې ته ویلي، شورا په بهر کې د ماهرینو او نوي فکر سره د ستونزمن بحران په وړاندې محتاط او اندازه شوي ځواب څرګندوي او وايي، چې د افغانستان لپاره نورمال چلند کافي ندی.

په پرېکړه ليک کې امنيت شورا د خپلې تمې په اړه د اسلامي امارت د پرمختګ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دغه پرېکړه ليک کې د ښځو، ماشومانو، لږکيو او په زيانمنونکیو حالاتو کې د خلکو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د خونديتوب او د ښځو د بشپړې، برابرې او معنوي ونډې پر اهميت ټينګار شوى دى.

د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی، چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیز دایمي ندی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امربالمعرف او نهی عن المنکر وزارت وزیر محمد خالد الحنفي د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي؛ یو شمېر کړۍ هڅه کوي، چې اسلامي امارت د ښځو او زده‌کړو دښمن معرفي کړي؛ خو دا خبره رښتیا نده. اسلام هغه دین دی، چې د ښځو حقونه یې په روښانه توګه بیان کړي او اسلامي امارت ژمن دی، چې د شریعت له مخې د ښځو ټول حقوق خوندي کړي.

Trending

Exit mobile version