تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره تعامل د قرباني شویو افغانانو پر مخ څپېړه ده – مک‌‌کال

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۴۰۲)

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک‌کال ویلي، چې له اسلامي امارت سره د هر ډول تعامل وړاندیز د افغانانو پر مخ درنده څپېړه ده.

نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالي کرن ډیکر د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.

میرمن ډیکر د جمعې پر ورځ په استانبول کې د افغان مدني ټولنې له استازو سره له لیدنې وروسته په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې دوی له اسلامي امارت سره د سیاسي لارې له نقشې او تعامل ملاتړ کوي.

مک‌کال په یوه خبرپاڼه کې، چې د یکشنبې پر ورځ د امریکا د ولسي جرګې بهرنیو اړیکو کمیټې له‌خوا خپره شوه څرګنده کړې: دا وړاندیز، چې له طالبانو (اسلامي امارت) سره د هر ډول تعامل امکان شته؛ د افغانستان د قرباني شویو خلکو پر مخ یوه درنده څپېړه ده. دا اداره (د بایډن اداره) باید په هیڅ حالت کې له طالبانو (اسلامي امارت) سره تعامل ونه‌هڅوي.

د افغانستان لپاره د امريکا سفارت چارسمبالې وبلي، چې د افغانستان د مدني ټولنې استازو په نړيواله ټولنه کې د دغه هېواد د يو ځاى کېدو لپاره د ملګرو ملتونو له هڅو ملاتړ کړی دی.

Trending

Exit mobile version