تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره د اوبو د حق په اړه خبرې د ډاډ وړ دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تهران له اسلامي امارت سره د اوبو د حق په اړه د ډاډ وړ خبرې کړې دي.
حسین امیر عبداللهیان د ایران دولتي رسنیو ته وویل: زمونږ د خبرو موضوع د اوبو د حق ده او د [ایران] ولسمشر، حسن کاظمي قومي [ په افغانستان کې د ایران سفیر] ته دنده سپارلې، چې دا موضوع داسې وڅاري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په مستقیم ډول پرمخ ولاړه شي.
نوموړي د وروستۍ سرحدي نښتې په اړه وویل، چې دا نښته پې پلانه وه او د افغانستان وضعیت د ایران لپاره د پوهېدو وړ دی.
د ایران او افغانستان ترمنځ کړکېچ له هغې وروسته زیات شو، چې تهران کابل د اوبو پر بندولو تورن کړ.
د دواړو هېوادونو تر منځ تاو تریخوالی تېره میاشت له هغې وروسته پیل شو، چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ګواښ وکړ، چې اسلامي امارت باید د هلمند سیند په اړه د ایران د اوبو حق ته درناوی وکړي او که نه بیا دې ګیله نهکوي.
د اسلامي امارت چارواکو ټینګار کړی، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز / ۱۹۷۳ ز. کال د اوبو تړون ته ژمن دي؛ خو د وچکالۍ له کبله دمګړۍ د اوبو له کمښت سره مخ یوو.