تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره د حقابې په اړه خبرې روانې دي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۷, ۱۴۰۲)

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ د هلمند په اوبو کې د تهران حق په اړه له اسلامي امارت سره خبرې روانې دي او په دې برخه کې پرې تخنیکي خبرې هم پیل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي؛ د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو لخوا د وچکالۍ یا د اوبو د کموالي ادعاوې باید په تخنیکي بحثونو کې بشپړې وڅېړل شي.

د افغانستان د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د برخې موضوع، چې څه موده مخکې د ایران لخوا له کابل سره پر ناندرو واوښته؛ اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې ستونزې د حل لپاره یې له کابل سره خبرې پیل کړي دي.

کنعاني د چارسمبالي حکومت له مسوولینو غوښتي، چې د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو د حق په اړه عملي او مسوولانه هڅې وکړي.

هغه وايي؛ د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د برخې په اړه د دواړو خواوو لخوا تخینکي خبرې روانې دي او د افغانستان لخوا د وچکالۍ او اوبو د کموالي موارد به د تخنیکي ډلې لخوا وڅيړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني له اسلامي امارته وغوښتل، چې د ایران د اوبو د حق په اړه عملي او مسؤلانه اقدامات وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له ایران سره پر سوله ییز حل ټینګار کړی او وايي، چې د افغانستان او ایران د پلاويو ترمنځ د هلمند په سیند  کې د ایران د حق پر سر د راپورته شوې ستونزې د حل پر څرنګوالي خبرې روانې دي.

د کابل او تهران تر منځ د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال تړون د افغانستان او ایران تر منځ د حقابې پر سر سل کلنه شخړه اواره کړه؛ خو تهران ظاهراً نه غواړي هغه تړون ته غاړه کېدي، چې نیمه پېړۍ وړاندې یې له کابل سره لاسلیک کړی دی. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي؛ د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د تړون له مخې دوی د ایران حقابې ته ژمن دي، خو په افغانستان کې وچکالي ده او په هلمند سیند کې اوبه کمې شوې او ایران ته اوبه نه‌رسي.

کارپوهانو ويلي؛ دا تړون د افغانستان او ایران د صدراعظمانو ترمنځ له ۲۲ کلنو خبرو اترو وروسته لاسلیک شوی دی.

دوی ټینګار کوي، چې ایران په تېرو څلوېښت کلونو کې د افغانستان له بې ثباتۍ څخه پر ګټه اخیستو د خپل حق دوه برابره اوبه ترلاسه کړي دي.

ویل کیږي، چې د کابل او تهران ترمنځ د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د تړون د پېنځمې مادې له مخې؛ د اقلیم د بدلون او د هلمند په سیند کې د اوبو د کمښت په صورت کې د ایران د اوبو حق هم کمیږي.   

Trending

Exit mobile version