تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره نه تعامل به په افغانستان کې خلا رامنځته کړي – قطر

Published

on

(Last Updated On: وږی ۴, ۱۴۰۲)

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني خبرداری ورکړی، چې له اسلامي امارت سره د اړیکو پرېکېدا به په دغه هېواد کې پراخه ګډوډي او خلا رامنځته کړي.

د قطر لومړي وزیر دغه څرګندونې د جمعې پر ورځ په سینګاپور کې د رافلز ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انستیتیوت ته د وینا پر مهال کړې دي.

هغه ويلي: مونږ ټینګ باور لرو، چې له طالبانو (اسلامي امارت) سره نه ښکېلېدا به په دې هېواد کې پراخه ګډوډي او خلا رامنځته کړي، چې له بده مرغه مونږ هره شېبه ورسره مخ کیږو.

هغه دا ټینګار هم وړاندې کړ؛ قطر ټولې خواوې هڅولي، چې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې روانې وساتي.

د قطر لومړي وزیر دوه کاله مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د یوې څرګندې لارې او نقشې پر نه‌شتوالي هم اندېښنه وښوده.

هغه وویل، نړیواله ټولنه باید له پیله سره یو ځای شوې وای او د رغنده خبرو اترو له هڅو یې ځان برخمن کړای وای.

د قطر لومړي وزیر خبرداری ورکړی، تر هغې، چې د ستراتیژیکو مسلو پر ځای د تاکتیکي مسلو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې روانې وي؛ هیڅ پرمختګ به ونه‌شي او دا به د افغانستان پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت ناوړه اغېز هم ولري.

Trending

Exit mobile version