تازه خبرونه

له افغانستان سره به د کال پېنځه اعشاریه یو میلیارد دالر مرسته کیږي- محمدی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي وایي، ناتو د بریتانیا د ویلز د دوه ورځنۍ سرمشریزه په لومړۍ ورځ له افغانستان سره د کال پېنځه اعشاریه یو میلیون دالرو د مرستې ژمنه وکړه.

بسم الله محمدي د لومړۍ ورځې له ناستې وروسته خبریالانو ته وویل:

 

د ناتو نوې مرسته د هغو له غوښتنې ډېره وه.

د ښاغلي محمدي په وینا، له دې مخکې له افغانستان سره د څلور اعشاریه یو میلیارد دارو ژمنه شوې وه؛ خو د امریکا ولسمشر د یو میلیارد نورو دالرو ژمنه وکړه.

د ناتو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن په ډاگه کړه، چې دا مرستې مشروطې دي او د ناټو غړي هېوادونه په یې د لگښت څارنه کوي.

د ښاغلي راسموسن په وینا؛ ناتو غواړي، چې د افغانستان حکومت د دغو پیسو په لگښت کې راڼه گامونه پورته کړي.

دوی وایي، په افغانستان کې پخپلو کارونو ویاړو او زمونږ ماموریت به روان وي.

د افغانستان په اړه د ناتو سرمشریزه ناسته تېره ورځ(د وږي۱۳) د بریتانیا په ویلز کې تر سره شوې ده.

Trending

Exit mobile version