تازه خبرونه

له افغانستان سره د اوبو تړون نه عملي کیږي. ایران

هغه د ایران له سرحدي ولایتونو وغوښتل، چې د اوبو په مسله کې د افغانستان له سرحدي ولایتونو سره لا زیاته همکاري وکړي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د اوبو بحران ته په نغوته(اشاره ) کې ویلی، چې له افغانستان سره د اوبو تړون عملي شوی ندی.

هغه د ایران له سرحدي ولایتونو وغوښتل، چې د اوبو په مسله کې د افغانستان له سرحدي ولایتونو سره لا زیاته همکاري وکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو د حق‌آبې مسلې ته په نغوته کې ويلي، چې له افغانستان سره د اوبو تړون په بشپړه توګه نه عملي کیږي.

دغه لوړ پوړی ایراني چارواکی زیاتوي؛ د اوبو د کمښت د مسلې په اړه باید یوازې له ګاونډ هېوادونو څخه د اوبو ترلاسه کولو په تمه نه‌وي.

عراقچي زیاته کړې؛ کابل ته د هغه د وروستي سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنې په بهیر کې د اوبو پر موضوع د یوې مهمې مسلې په توګه بحث وشو.

له دې مخکې اسلامي امارت اعلان کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو تړون ته ژمن دی؛ خو وچکالۍ د ایران خاورې ته د کافي اوبو د رسېدو مخه نیولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي (سرپرست ) امیر خان متقي ویلي وه، چې له ایران سره د اوبو تړون ته ژمن دی؛ خو افغانستان پخپله له وچکالۍ سره مخ دی او د هلمند سیند اوبه د ایران خاورې ته نه رسیږي.

 کارپوهان په دې باور دي، چې ایراني اړخ باید په سیمه کې د وچکالۍ وضعیت او په سیندونو کې د اوبو کچې ته پر پاملرنه سیاسي بهانې ودروي.

ایراني چارواکو د اوبو د مسلې په اړه متضادې څرګندونې کړې دي؛ له دې مخکې په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي ویلي وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د حق‌آبې مسله حل شوې ده؛ خو بیا د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دا مسله اوس هم حل شوې نده.

Trending

Exit mobile version