تازه خبرونه

له افغانستان سره د پخلاینې لپاره هم د سیمه‌ییزې تګلارې اړتیا ده – مولانا فضل‌الرحمن

هغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتیاوو ته په نغوته کې پر هغو تګلارو نیوکه وکړه، چې د تقابل پر بنسټ ولاړې دي.

Published

on

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان په پارلمان کې د وینا پر مهال له افغانستان سره د رغنده اړیکو پر اړتیا ټینګار کړی او له کابل سره د نږدې اړیکو غوښتونکی شوی دی.

هغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتیاوو ته په نغوته کې پر هغو تګلارو نیوکه وکړه، چې د تقابل پر بنسټ ولاړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که پاکستان په سیمه کې د جګړې د مخنیوي لپاره د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب او پخلاینې هڅې کوي، نو باید له افغانستان سره هم همدا سیاست غوره کړي.

مولانا فضل‌الرحمن ویلي، چې په افغانستان کې پر هوايي بریدونو او بمبارډونو پاکستان نه‌دي توانېدلي، چې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه ودروي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اړینه ده، چې پر اوسني امنیتي سیاست بیا کتنه وشي او د تاوتریخوالي د زیاتولو پر ځای د افغانستان پر ثبات راوڅرخیږي.

د جمعیت علمای اسلام مشر همدارنګه تاریخي اړیکو ته هم نغوته وکړه او وایي، چې افغانستان د پاکستان د تاریخ په مهمو پړاوونو کې؛، له ۱۹۶۵ز. کال څخه د هند پر وړاندې په جګړه کې له اسلام‌آباد ملاتړ کړی دی.

فضل‌الرحمن زیاته کړه، د افغانستان او پاکستان اوسنۍ اړیکې باید یوازې د تېرو لسیزو د پېښو پر بنسټ ونه ارزول شي.

هغه ټینګار کړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ناامني او بې‌باوري د دواړو حکومتونو پر زیان ده.

دې پاکستاني سیاستوال ویلي، چې پاکستان نن له څو اړخیزو امنیتي ننګونو سره مخ دی او له افغانستان سره د دوامدارو او همکاریو پر بنسټ اړیکې رامنځته کول کولی شي دا ستونزې راکمې او سیمه‌ییز ثبات پیاوړی کړي.

Trending

Exit mobile version