Connect with us

تازه خبرونه

له افغانستان سره عملي او رغنده تعامل؛ د یوناما بنسټیزې هڅې او سیمه‌ییزه همکاري

د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.

خپور شوی

د

د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو نږدې پېنځه کاله وروسته، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې څرګند بدلون رامنځته شوی او د انزوا پر ځای عملي تعامل ورته د پام وړ ګرځېدلی دی.

د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.

یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې پر درې بنسټیزو برخو راڅرخیږي؛ سیاسي تعامل، پر بشري حقونو څار او د بشري مرستو همغږي. په داسې حال کې، چې افغانستان له جدي اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي؛ اوسنيو شته واقعیتونو ته پر پاملرنه، تعامل یوازنی عملي غوراوی دی. بندیزونه په ټوله کې ځانګړي اشخاص پر نښه کوي؛ خو د نړیوالې پېژندنې نشتوالی د پانګونې او اوږدمهاله پراختیا مخه نیسي.

سیمه‌ییزه همکاري په ځانګړي توګه له منځنۍ آسیا سره اړینه شوې؛ د سیمې هېوادونو د بشري لوژستیک، سوداګرۍ او بنسټیزو اړیکو په برخو کې خپل رول پراخ کړی او د ازبکستان ترمذ ښار د مرستو رسولو لپاره یو اړین مرکز ګرځېدلی دی.

په دې توګه د یو ګډ نړیوال چوکاټ رامنځته کېدا اوس هم ننګونکې ده؛ ځکه، چې د نړیوالو، سیمه‌ییزو او افغان چارواکو ترمنځ بېلابېل لیدلوري شتون لري.

یوناما ټینګار کوي، چې د باور له نشتوالي سره – سره د خبرو اترو لارې خلاصې پاتې دي.

دغه راز د سیمه‌ییز پرمختګ لپاره یو پراخ جوړښت هم مخ پر ښکاره‌کېدا دی. د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ملګرو ملتونو سیمه‌ییز مرکز پر ۲۰۲۵ ز. کال په الماتا کې د انټونیو ګوټرش او قاسم-جومارت توکایوف پر ملاتړ پرانیستل شو، چې موخه یې په منځنۍ آسیا کې پر اوږدمهاله لومړیتوبونو تمرکز دی.

په ټولیزه توګه دا بدلونونه له افغانستان سره د تدریجي او منظم تعامل پر لوري د چلند بدلون پر ګوته کوي او ښیي، چې نور دا هېواد د ګواښونو سرچینه نه‌، بلکې د فرصتونو د ځای په توګه لیدل کیږي.

تازه خبرونه

امریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل

د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.

Published

on

امریکا ۱۲ افغان وګړي له خپلې خاورې ایستلي او د مرکزي افریقا جمهوریت ته یې لېږدولي دي. په ایستل شویو کسانو کې یو داسې ځوان افغان هم شته، چې د کورنۍ غړو یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د دغه افغان مدافع وکیلې آلما ډیوېډ ویلي، چې د هغې موکل د شل کلونو په لومړیو کې دی او په امریکا کې یوې محکمې له دې مخکې افغانستان ته د هغه د شړلو مخه نیولې وه.

افغان ایوک نومي بنسټ، چې له امریکا سره د همکارۍ کوونکو افغانانو ملاتړ کوي؛ د امریکا د مدني آزادیو ټولنې او د بشري حقونو فرسټ بنسټ په ګډه تائید کړې، چې دغه افغان هم له امریکا ایستل شوی دی.

د هغه یو ورور، چې اوس په امریکا کې ژوند کوي؛ د افغانستان د پخواني حکومت په پوځ کې له امریکايي ځواکونو سره یوځای خدمت کړی دی. بل ورور یې پیلوټ و، چې د امریکا له لوري روزل شوی و.

نیویارک ټایمز دغه افغان خلیل نومی یاد کړی او څرګندوي، چې پلار او خور یې هم له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د بشري حقونو فرسټ بنسټ د کډوالو د پالیسۍ او حقوقو د برخې مشر ساوي آروي ویلي، چې د دغو کسانو الوتکه د شنبې پر ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته رسېدلې ده. په دې الوتکه کې ۱۲ افغان، اته ایراني او یو شمېر نیپالي او نیکاراګویي وګړي لېږدول شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، چې سږ کال مرکزي افریقا جمهوریت ته دا د امریکا درېیمه د ایستلو الوتنه ده.

دغو ایستنه د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ پر وړاندې د سختې پالیسۍ یوه برخه بلل کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې مرکزي افریقا جمهوریت ته سفر ونه‌کړي او د ناامنۍ، جرمونو، تښتونې، روغتیايي ستونزو او ترهګرۍ په څېر د خطرونو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او انډونیزیا چارواکو د دیني او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، دیني او فرهنګي همکاریو، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو او ناستو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو لومړي رییس شعیب بریالي د انډونیزیا د دیني چارو له وزیر او د استقلال جومات له امام، نصیرالدین عمر سره لیدنه کړې ده.

په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، دیني او فرهنګي همکاریو، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو او ناستو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

دواړو لوریو همدارنګه د افغانستان او انډونیزیا د دیني بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د ګډو اړیکو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې په جاکارتا کې د افغانستان د سفارت سرپرست، سعدالله بلوچ، هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دولتونو پر کچه خبرو ته چمتو یوو

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د خبرو هر ډول میکانیزم دې« یوازې ډاډ او ژمنې نه‌وي، بلکې له عملي او څرګندو اقداماتو سره دې هم باید مل وي.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وزیر سراج‌الدین حقاني له‌خوا د خبرو اترو د یوه میکانیزم له رامنځته کولو وروسته، اسلام‌آباد چمتو دی، چې له افغانستان سره د ترهګرۍ د ستونزې د اوارولو په اړه د دولتونو پر کچه خبرې وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د خبرو هر ډول میکانیزم دې« یوازې ډاډ او ژمنې نه‌وي، بلکې له عملي او څرګندو اقداماتو سره دې هم باید مل وي.

هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت باید ډاډ ورکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه به د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کار نه‌اخیستل کېږي.

د پاکستان دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د امنیتي او ترهګرۍ ضد موضوعاتو په اړه د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د خبرو او همکاریو غوښتنې بیا زیاتې شوې دي.

افغانستان په وار وار ویلي؛ د افغانستان له خاورې به د هیڅ هېواد پر وړاندې کار نه اخیستل کېږي او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړ شي، چې د افغانستان له خاورې د کوم هېواد، په ځانګړي ډول د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې کار واخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!