تازه خبرونه
له افغانستان سره مو ځانګړې اړیکې د تعامل بنسټ دی – هند
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د هند سفیر ویل، چې د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو له دې مخکې په دوبۍ کې هوکړه کړې وه، چې نوی ډیلی به ډېر ژر په افغانستان کې د بشري مرستو د روانو پروګرامونو تر څنګ پر پراختیایي پروژو کې برخه واخلي.
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازې پارواتانني هریش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، چې له افغانستان سره د هند د اوسنیو تعاملاتو بنسټ “د خلکو تر منځ ځانګړې اړیکې” دي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د هند سفیر ویل، چې د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو له دې مخکې په دوبۍ کې هوکړه کړې وه، چې نوی ډیلی به ډېر ژر په افغانستان کې د بشري مرستو د روانو پروګرامونو تر څنګ پر پراختیایي پروژو کې برخه واخلي.
هغه ویلي؛ هند د افغانستان وضعیت څاري او د دغه هېواد نظام له چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه پر بېلابېلو مسلو خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې هند له دوه لسیزو څخه ډېر د افغانستان بیارغونې او عصري کولو ته ژمن پاتې دی او له ۵۰۰ څخه پر زیاتو پراختیایي پروژو یې کار کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د هند سفیر زیاته کړې، چې نوی ډیلي د ملګرو ملتونو له بېلابېلو ادارو سره کار کوي، چې د روغتیا، خوړو خوندیتوب، تعلیم، سپورټ او ظرفیت لوړولو په برخو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
له امیر خان متقي سره د نوموړي له لیدنې وروسته په دې وروستیو اوونیو کې له کابل سره د نوي ډیلي تعامل زیات شوی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې نوی ډیلي غواړي له افغانستان سره خپلې اوږدمهاله اړیکې جاري وساتي.
اسلامي امارت هند ته د “یو مهم سیمهییز او اقتصادي شریک” پر سترګه ګوري او د کابل پر وړاندې د نوي ډیلي له دریځونو هرکلی کوي.
