تازه خبرونه
له افغانستان څخه ایران ته راننوتلي وسلهوال قاچاق وړونکي ونیول شول – ایراني رسنۍ
(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۴۰۲)
ايراني رسنيو د امنیتي بنسټونو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د نشهيي توکو د قاچاق وړونکیو يوه ډله، چې له افغانستان څخه ايران ته دننه شوې وه؛ نيول شوې ده.
ويل کيږي، چې له دغو کسانو څخه پر نشهيي توکو سربېره يوه اندازه وسلې هم ترلاسه شوي دي.
د ایران اسلامی جمهوریت خبري سرچینې ایرنا د چارشنبې پر ورځ (د لیندۍ ۸ نېټه) خبر ورکړ، چې دغه کسان د یو لړ پوځی عملیاتو پر مهال وپېژندل شول.
د دغه راپور له مخې، په دغو عملياتو کې کرمان ته څېرمه د نشهيي توکو، وسلې او د قاچاق وړونکیو لهخوا د کارولو ځاى پر نښه شوى دى.
خبرپاڼې زیاته کړې؛ په دې عملیاتو کې ۴۶۱ کیلو ګرامه اپین، ۱۰۶ کیلوګرامه چرس او ۵۷ کیلو شیشه او یو ۱۴.۵ میلیمتري توپ، یو آر پي جي، دوه آر پي جي توغندي او د ۹۳۶ مرمیو په ګډون د نشهيي توکو یوه زېرمه هم ترلاسه شوې ده.