تازه خبرونه

له افغانستان څخه به مو ملاتړ روان وي – جاپان

Published

on

په کابل کې د جاپان سفارت وايي، په افغانستان کې پاتې کیږي او له افغانانو څخه ملاتړ به یې روان وي.

د جاپان سفير په دې وروستيو کې کندهار ولايت ته په يو سفر کې له يو شمېر هغو پروژو، چې د دغه هېواد پر مالي مرسته جوړېږي؛ ليدنه وکړه او د دغه ولايت له  خلکو سره یې د هغوی پر ستونزو هم خبرې کړې دي.

له دغه سفر وروسته په کابل کې د جاپان سفارت تویت کړی، چې دوی به په افغانستان کې پاتې شي او له افغانانو سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د جاپان سفارت ټینګار کړی، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ سره به په همکارۍ د ښوونځیو، کلینکونو او سرپناه په جوړولو او د اړمنو افغانانو د اړتیاوو برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

په کابل کې د جاپان سفارت څرګنده کړې: جاپان د UNHCR له فعالیتونو سره د ښوونځیو، کلینیکونو او کورونو په جوړولو کې مرسته کوي او د اړو افغانانو لپاره د ژوند اړتیاوې برابروي.

سفیر اوکادا په کندهار ولایت کې له یو شمېر پروژو څخه لیدنه کړې او د ځایي خلکو خبرې یې واورېدې.

جاپان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په دې وروستیو کې له اسلامي امارت سره د اړیکو د پراخولو هڅې کوي. دغه هېواد، چې په ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال کې یې له سیاسي تحولاتو وروسته خپل سفارت تړلی و؛ د تېر کال په سپتمبر میاشت کې یې خپل سفارت بېرته پرانیست او له افغانستان سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

که څه هم تر اوسه کوم هېواد د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی؛ خو یو شمېر هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه فعال کړي او په عملي توګه  له اسلامي امارت سره اړیکې لري. اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او مثبت تعامل غوښتونکی دی.

Trending

Exit mobile version