تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه “سټراټیژیکه او سمه” وه – جیک سالیوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وایي: ” امریکا نن په ښه حالت کې ده او امریکایي سرتېري به په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته ونهلیږل شي او نه به هلته ووژل شي. هغه سټراټیژیکه پرېکړه، چې ولسمشر جو بایډن درې کاله مخکې وکړه؛ په تاریخ کې به په ښه توګه یاده شي. که مونږ په افغانستان کې پاتې شوي وای؛ زمونږ سرتېري به اوس هلته وژل کیدل او روسیې به پر امریکا ډېر نفوذ درلود.”
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار له سي این این سره په مرکه کې ویلي، چې د بایډن ادارې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه “سټراټیژیکه او سمه” وه او که اوس هم امریکایي سرتېري په افغانستان کې وای؛ نو روسیې به پر امریکا ډېر نفوذ درلود.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وایي: ” امریکا نن په ښه حالت کې ده او امریکایي سرتېري به په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته ونهلیږل شي او نه به هلته ووژل شي. هغه سټراټیژیکه پرېکړه، چې ولسمشر جو بایډن درې کاله مخکې وکړه؛ په تاریخ کې به په ښه توګه یاده شي. که مونږ په افغانستان کې پاتې شوي وای؛ زمونږ سرتېري به اوس هلته وژل کیدل او روسیې به پر امریکا ډېر نفوذ درلود.”
نوموړي د هغې پوښتنې، چې آیا هغه هم له افغانستان څخه د ګډوډۍ او ویجاړونکي وتلو مسوول دی؛ په ځواب کې وویل: چې د ده په ګډون د امریکا امنیتي او استخباراتي کاري ډلې ټولې مسوولې دي.
اسلامي امارت ويلي، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې او تښتېدلي دي.
دغه راز یو شمېر پوځي شنونکو هم ويلي، چې امریکا په افغانستان کې تقریباً ماتې خوړلې وه او په داسې موقف کې نهوه، چې د دوامداره شتون یا په خاموشۍ سره د وتلو په اړه فکر وکړي.
د بایډن ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په ټوله نړۍ او د بشري حقونو فعالینو کې پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولي دي. په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا پر مشرۍ د ځواکونو وتل د شاوخوا ۷۰ افغان ملکي وګړو او لږ تر لږه ۱۳ امریکایي سرتېرو د مرګ او ژوبلې سره مل شول.
