تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل د طالبانو له ژمنو سره تړلي دي- پمپیو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۳۹۹)

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي؛ په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شتون د طالبانو له ژمنو سره تړلی، نه د افغانانو په مشرۍ او واک د خبرو اترو له پایلې سره، چې سبا پیل کیږي.

پمپیو قطر ته له روانیدو مخکې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: طالبانو ټینګې ژمنې کړي او مونږ تمه لرو، چې عمل به پرې وکړي.

هغه زیاته کړه، چې امریکا صفر ته د خپلو سرتېرو د شمېر راټیټولو ته ژمنه ده؛ خو که طالبان د سولې تړون له مخې پخپلو ژمنو عمل وکړي.

نوموړي ونه ویل، چې آیا د ترمپ اداره به د افغانانو د سولې خبرو پایلو ته په تمه وي او که نه!؟

د روان کال په فبروري کې امریکا او طالبانو یوې داسې هوکړې ته ورسیدل، چې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل کړي.

ټاکل شوې وه، چې دغه خبرې د مارچ په میاشت کې پیل شي؛ خو د طالب بندیانو د نه خوشې کیدو له کبله وځنډول شوې.

د تړون له مخې؛ امریکا خپل ځواکونه له فبرورۍ راپدیخوا له ۱۳۰۰۰ سرتېرو څخه ۸۶۰۰ ته راټيټ کړل او پېنځه پوځي اډې یې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

تېره اوونۍ د ترمپ ادارې په ډآګه کړه، چې له افغانستان څخه به نور سرتېري هم وباسي او تر نومبره به یې شمېر ۴۵۰۰ ته ورسیږي.

له طالبانو سره د هوکړې له مخې به د راتلونکي کال تر پسرلي د امریکایي ځواکونه شمېر صفر ته ورسیږي؛ خو طالبانو تر دې دمه له القاعدې سره اړیکې ندي پرې کړي.

پومپیو ویلي، چې اوس دا د افغانستان د مشرانو کار دی، چې د خپل هېواد برخلیک پخپله وټاکي.

هغه زیاته کړې: زه پوهیږم، چې د افغانانو ترمنځ دا خبرې به څومره زغم لرې وي؛ خو دوی باید خبرې روانې وساتي او یو او بل ته سره تېر شي.

د پمپیو د څرګندونو له مخې؛ دوی باید هڅه وکړي او دا په ډاګه کړي، چې دوی څنګه پرمختګ کولی شي او د ټول افغانستان د خلکو لپاره ښه ژوند رامنځته کولی شي.

پمپیو په داسې حال کې د امریکا په مشرۍ مبارزه یوه غیر معمولي بریا یاده کړې، چې په ټول افغانستان کې د ښکېلو لوریو بریدونه روان ساتل شوي او په هدفي وژنو کې هم ډېروالی راغلی دی. وروستۍ هغه یې په روانه اوونۍ کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د موترو پر کاروان د چاودنې تر سره کیدل دي، چې طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version