تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه ناسمه نده – بایډن

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۶, ۱۴۰۰)

د امریکا ولسمشر جوبایډن په ډاګه کړې، چې اشرف غني د افغانستان د وضعیت په اړه ورته درواغ ویلي وه.

جو بایډن تیره شپه خپلو خلکو ته د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ که څه هم له اشرف غني یې ډاډ تر لاسه کړی و، چې افغان ځواکونه به جګړه کوي؛ خو غني ورته دروغ ویلي وه.

نوموړي زیاته کړې، چې غني نه سوله وکړه او نه د طالبانو پر وړاندې وجنګېده.

هغه وایي: حقیقت دا دی، چې زمونږ له وړاندویېنې دېر چټک بدلون رامنځته شو؛ څه پېښ شول؟ د افغانستان سیاسي مشرانو جګړه پرېښوده او له هېواده وتښتېدل. افغان پوځ مات شو او له جګړې پرته تسلیم شو.

جوبایډن اشرف غني تښتېدونکی بولي او ټینګار کوي؛ سره له دې، چې له هغه سره یې د فساد پر وړاندې د مبارزې، ښې حکومتدارۍ او سیاسي هوکړې ژمنه کړې وه؛ خو په دې ټولو کې بریالی نه و.

هغه زیاته کړې: ما له غني او عبدالله وغوښتل، چې د ډیپلوماسۍ له لارې له طالبانو سره د سیاسي هوکړې هڅې وکړي؛ دا وړاندیز بشپړ رد شو. غني ټینګار وکړ، چې افغان ځواکونه به جګړه کوي؛ خو ښکاره دروغ یې وویل. له دې وروسته ما ورسره د پاتې کیدو په اړه له خبرو ډډه وکړه.

بایډن افغان سیاسي مشران ملامتوي او د افغانستان د وضعیت په اړه امریکا ته د ملامتۍ ګوته نه نیسي. هغه ټینګار کوي؛ امریکا افغانستان ته د ملت جوړولو لپاره نه وه راغلې، بلکې موخه یې له ترهګرۍ سره مبارزه وه، چې ورورسېدل.

نوموړی وایي: په افغانستان کې زمونږ د پوځي ماموریت موخه ملت جوړول یا د ډيموکراسۍ بنسټیز کول نه ول، بلکې د ترهګریزو بریدونو مخنیوی و.

د امریکا دغه ډیموکرات ولسمشر څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته به خپلې موخې پر نورو لارو وڅاري.

Trending

Exit mobile version