تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکا پر مشرۍ د ځواکونو پر بې نظمه وتلو پښېمانه نه یم – لوید آستین
د امریکا دفاع وزیر لوید آستین د ولسي جرګې د وسلهوالو خدماتو کمیتې ته د څرګندونو پر مهال ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بې نظمه وتلو پر څرنګوالي هیڅ پښیمانه نه دی.
د چارشنبې پر ورځ جمهوري غوښتونکیو د ولسي جرګې د وسلهوالو خدماتو کمیتې د ناستې پرمهال د پنټاګون د ۲۰۲۴ مالي کال د بودجې بیاکتنه هم وکړه.
د یادې ناستې پر مهال آستین ویلي؛ زه د [ولسمشر بایدن] د پرېکړې ملاتړ کوم او هیڅ پښېمانه نه یم.
جمهوري غوښتونکیو وکیلانو هم له افغانستان څخه د امریکا د ملکي یا نظامي مشرانو د بې مسوولیته وتلو پر څرنګوالی نیوکه وکړه.
د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د پنتاګون په قومندانۍ کې داسې څوک شته، چې په افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې د ناکامۍ مسؤلیت ومني؛ آستین وویل: تر هغې، چې زه پوهیږم، نه!
لوید آستین له لوی درستیزانو جنرال مارک میلي سره له راڅرګندېدو وروسته وویل، چې د جګړې په بهیر کې د امریکایي سرتېرو پر ستر کار او قربانیو ویاړي.
د چهارشنبې د ورځې دغه شاهدي په داسې حال کې تر سره شوه، چې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې مشر مایکل مک کال د امریکایي ځواکونو د بې مسوولیته وتلو په اړه څېړنې ترسره کوي.
مک کاول په وار وار له بهرنیو چارو وزارت څخه د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د وتلو اړوند مسلو په اړه د اسنادو غوښتنه کړې وه؛ خو بهرنیو چارو وزارت د اسنادو په چمتو کولو کې پاتې راغی او مک کاول د دوشنبې پر ورځ د احضاریې حکم صادر کړ.