تازه خبرونه

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو میرمنې اندېښمنې شوي

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پرون (جمعه د غویي ۱۷) د ملي شورا د ښځو استازیو د امریکا د کانګرس له ځینو غړیو سره په افغانستان کې پر امنیتي او سیاسي وضعیت انلاین بحث او خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ افغان میرمنو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې وزارت په ډاګه کړې؛ د کانګرس غړیو ژمنه کړې، چې دا اندېښنې به له مشرانو جرګې او وروسته له حکومت سره شریکې کړي.

د امریکا د مشرانو جرګې غړیو  د افغانستان او د تېرو دوه لسیزو له لاسته راوړنو ملاتړ کړی دی.

د ښځو استازیو  د بهرنیو ځواکونو وتل او له افغان ځواکونو سره د همکاریو روان ساتل په خپلواکه توګه د افغانستان د دفاع لپاره ترټولو ښه فرصت ګڼلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پارلمان غړیو په تېرو دوه لسیزو کې ډیموکراټیکو جوړښتونو ته په نغوته کې د افغانستان د خلکو مشروع اراده او د ځوان نسل پر غوښتنو ټینګار کړی او وایي؛ افغانان نه غواړي، چې د طالبانو د رژیم  تورو ورځو ته ستانه شي.

د ملي شورا ښځینه استازيو د تاوتریخوالي زیاتوالی او د هدفي وژنو دوام هم د دوحې له تړونه سرغړونه بولي.

د افغان میرمنو استازیو له خپلو امریکایي همکارانو د ګډ کار غوښتنه کړي او غواړي؛ طالبان او د دوی سیمه ییز ملاتړ کوونکي وهڅوي، چې په هېواد کې سمدستي او دایمي اوربند ومني.

Trending

Exit mobile version