تازه خبرونه

له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه ستونزمنه؛ خو سمه وه – بلینکن

Published

on

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون سې شنبه ( د زمري ۲۴ / د اګست ۱۵ ) له افغانستان څخه دوه کاله مخکې د امریکايي ځواکونو د ایستلو له پرېکړې دفاع وکړه او وایي؛ د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې به د ډېرو نورو هڅو په ګډون له افغانانو ملاتړ روان ساتي.

انتوني بلینکن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه یوه نه هېرېدونکې ستونزمنه پرېکړه وه، خو دا سمه وه.

هغه وایي: مونږ د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله. په ۲۰ کلونو کې دا لومړي ځل دی، چې مونږ د امریکا بل داسې ځوان نسل نه‌لرو، چې هغه په افغانستان کې جګړه وکړي او مړ شي.

دغه امریکايي دیپلومات دا هم ویلي، چې امریکا له اسلامي امارت سره د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې کار روان ساتلي.

هغه زیاته کړې: مونږ له طالبانو (اسلامي امارت) او د نړۍ له لسګونه نورو هېوادونو سره ډېر واضح یوو؛ د طالبانو او نورو هېوادونو تر منځ هر ډول عادي اړیکي به تر هغه وخته پرې وي، چې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون له ډېرو نورو هڅو ملاتړ شوی نه‌وي.

انتوني بلینکن ویلي، چې له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو راپدیخوا تر نن ورځې پورې مونږ شاوخوا ۳۴ زره افغان ویزه غوښتونکیو او د هغوی د کورنیو غړیو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړې دي.

نوموړي دغه راز يادونه کړې، چې امريکا د افغانستان له خلکو سره اصلي مرسته کوونکې ده او په تېرو دوه کلونو کې يې له افغانانو سره یو اعشاریه ۹ ميليارد دالر مرسته کړې ده.

نوموړي ډاډ څرګند کړې: مونږ د افغانستان په اړه تلپاتې ژمنې لرو او هغه ژمنې بدلې شوې نه‌دي.

Trending

Exit mobile version