تازه خبرونه

له افغانستان څخه د وسلو د قاچاق هڅه شنډه شوه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د تورخم پر پوله د ګمرک چارواکو پاکستان ته د وسلو او مهماتو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.

یوه چارواکي، چې وسلې یې نندارې ته وړاندې کړي وایي؛ دا هڅه له هغې وروسته شنډه شوه، چې دوی ته پر انارو د بار لارۍ د ثبت شوي نمبر E-3657 خبر ورکړ شو؛ لارۍ مو له پولې څخه د تېرېدو په حال کې ودروله.

د ګمرک مشر امجد الرحمان ويلي؛ پېښور ته پر لاره لارۍ مو ولټوله؛ په امریکا کې جوړې شوې ۱۶ تودې وسلې او یو شمېر مهمات مو ترې راوویستل، چې د لارۍ په پټو غارونو کې پټې شوې وې.

نوموړي ويلأ؛ نيول شوې وسلې په پاکستان کې منع دي او د ترهګرۍ په اړوند پېښو کې کاریږي.

ویل کیږي، چې د لارۍ موټر چلوونکي د پېښې له ځايه تښتېدلى؛ خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

Trending

Exit mobile version