تازه خبرونه
له افغان خاورې به نورو هېوادونو ته امنیتي ګواښ پېښ نشي
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په خپل اختریز پیغام کې د نړۍ او سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې له افغانستان څخه به د دغو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ نشي.
د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده په خپل پیغام کې زیاته کړې؛ د امریکا په ګډون له نورو هېوادونو سره د مثبت تعامل او دوستانه او دیپلوماتیکو اړیکو غوښتونکي دي. نوموړي په خپل اختریز پیغام کې د اسلامي امارت له مخالفانو هم وغوښتل، چې له وسلوال مخالفته لاس واخلي او د اسلامي نظام په حاکمیت کې سوله ییز ژوند غوره کړي.
هغه د امریکا په ګډون له نورو هېوادونو وغوښتل، چې له اسلامي امارت سره مثبت تعامل وکړي؛ دوستانه او دیپلوماتیکې اړیکې ولري.
د نوموړي د اختریز پیغام په یوه برخه کې راغلي؛ مونږ ګاونډ هېوادونو او نړۍ ته پوره ډاډ ورکوو، چې د افغانستان له خاورې د هیڅ هېواد امنیت ته د ګواښ اجازه نه ورکوو او دا راز له نورو هېوادونو هم غواړو، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي. مونږ د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره متقابل او مثبت تعامل غواړو. مونږ غواړو له دغو هېوادونو سره دوستانه او پیاوړې دیپلوماتیکې، اقتصادي او سیاسي اړیکې ولرو.
مولوي هبة الله آخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د نړۍ او سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې به د دغو هېوادونو امنیت ته کوم ګواښ پېښ نشي.
مولوي هبة الله آخوندزاده وایي: مونږ پر ټولو خواوو غږ کوو، چې له هیچا سره دښمني نه غواړو. غېږه مو د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاصه ده، زمونږ دوستي او دښمني په اسلامي اصولو ولاړه ده. زه له شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون ته سپارښتنه کوم، چې په بهر کې د مېشتو افغانانو د خوندي راستنېدو زمینه برابره کړي. ډاډ ورکوو، چې د دوی سر، مال او عزت به خوندي وي.
له هغو کسانو، چې د اسلامي امارت مخالفان دي، غوښتنه کوو، چې له تېرو ترخو تجربو زده کړه وکړي، له مخالفته لاس واخلي، د اسلامي شرعي نظام تر چتر لاندې ژوند وکړي او د سولې او امن لار خپله کړي.
په پیغام کې که څه هم د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو یادونه نده شوې؛ خو څرګنده شوې، چې اسلامي امارت ښوونې او روزنې ته ډېره پاملرنه کوي او د عصري علومو زدکړه د افغانانو حق دی.
په پيغام کې يو ځل بيا د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو د حقونو پر ځانګړي توګه د ښځو د حقونو پر خوندیتوب او ژمنتيا ټينګار شوی دی.
د اسلامي امارت مشرتابه د خپل اختریز پیغام په یوه برخه کې له امنیتي ځواکونو هم وغوښتل، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او ټینګار کړی، چې هیڅوک د عامه شتمنیو د غصبولو حق نلري.
