تازه خبرونه

له افغان ځواکونو مالي ملاتړ به روان ساتو – د ناټو عمومي منشي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۴, ۱۴۰۰)

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن دوشنبه د غبرګولي ۲۴ څرګنده کړې، چې ناټو تړون به د افغانستان، روسیې او اوکراین په اړه بحث او خبرې وکړي.

 سټولټنبرګ زیاته کړې، چې د غونډې پرېکړې به د دې تړون د یووالي ښکارندویي  وکړي.

نوموړي په دې اړه ویلي؛ ناټو د تاریخ یو بریالی تړون دی؛ ځکه په تېرو اویا کلونو کې لکه څنګه، چې نړۍ بدله شوې ورسره دا ټولنه هم بدله شوې ده. مونږ به د دې تړون د پیاوړي کولو لپاره پر بېلابیلو مسلو خبرې وکړو، چې د یو میلیارد خلکو داډمنه ساتنه وشي.

د ناټو عمومي منشي ويلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو سربېره دغه ټولنه به له افغان ځواکونو ملاتړ هم روان ساتي.

سټولټنبرګ وایي: مونږ له افغان ځواکونو سره مالي ملاتړ روان ساتو. دا یوه ژمنه ده، چې ټول متحدین ورته ژمن دي. مونږ اوس هم له هېواده بهر د افغان ځواکونو د روزلو د ځای په اړه کار کوو.

د ناټو عمومي منشي څرګنده کړې؛ دوی د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په ګډون د بېخبناوو پر ساتلو هم کار کوي.

سټولټنبرګ ویلي: د ناتو یوشمېر متحدین د امریکا، ترکیې او نورو هېوادونو په ګډون ټینګار کوي، چې څنګه کولی شي په کابل کې یو نړیوال هوایي ډګر ډاډمن وساتي.

هغه زیاته کړې، چې د کابل هوایي ډګر د ناتو او نړیوالې ټولنې او همدارنګه د ډیپلوماتانو د شتون او دوامداره مرستو لپاره اړین دی.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سالیوان تېره شپه د غبرګولي ۲۳ ویلي، چې بروکسل ته د خپل سفر پر مهال به د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان او کابل کې د هوایي ډګر او د امریکا سفارت د امنیت په ګډون پر بېلابېلو مسلو خبرې وکړي.

سالیوان یوې خبري غونډې ته زیاته کړې، چې بایډن به په بروکسل کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم د کابل د هوایي ډګر د امنیت په اړه خبرې وکړي.

له دې مخکې ترکیې ویلي وه، چې دوی به په مشروط بڼه د کابل هوایي ډګر امنیت خوندي کوي؛ خو طالبانو دغه څرګندونې رد کړې او څرګنده یې کړه، چې د سفارتونو او هوایي ډګر خوندي کول د افغانانو کار دی او ترکیه به هم لکه د ناټو نور غړي له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او د قطر تړون ته به ژمن پاتې کیږي.

Trending

Exit mobile version