تازه خبرونه
له افغان کډوالو سره دې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې چلند وشي – اسلامي امارت
د کډوالو چارو وزارت چاسمبالي خلیل الرحمن حقاني د دوشنبې پر ورځ د غبرګولي ډېرشمه) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي؛ د کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید د کډوالۍ لاملونه وپېژندل شي.
خلیل الرحمن حقاني زیاته کړې؛ مونږ د نړۍ له ټولو هېوادونو غواړو، چې له افغان کډوالو سره د کډوالۍ د نړیوال قانون پر بنست چلند ترسره شي.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت مرستیال ارسلاح خروټي د کډوالو نړیوالې ورځې پر مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، د اسلامي امارت له راتګ سره شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي لیونارد زورلو پدې اړه جوړې شوې غونډې ته څرګنده کوې، چې دې ټولنې له ۲۰۰۲ زېږدیز کال راپدیخوا له ایران او پاکستان څخه راستانه شويو پېنځه اعشاریه درې میلیون افغانانو سره بشري مرستې کړې دي.
د هغه په وینا، له ۲۰۱۲ کال راپدیخوا له ۶ میلیون ډېر افغانان له افغانستان بهر ژوند کوي او په هېواد کې دننه د جګړو له امله ۳ اعشاریه ۵ میلیون افغانان بې ځایه شوي دي.