سیمه ییز خبرونه
له امريكا سره امنيتي تړون د پانگونې او اقتصاد پر بهير مثبت اغېز لري
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په كابل كې يو شمير پانگوال او پلورونكي وايي، په هېواد كې امنيت او باور د پانگونې او اقتصاد د ښه كيدو لومړى گام دى.
پانگوال احمد سعيد وايي، اصلي موخه مو د خپلې شخصې گټې ترڅنگ يو شمېر كسانو ته د كاري زمينې برابرول او د افغانستان په اقتصادي غوړيدا كې د خلكو ونډه اخيستنه ده.
پانگوال محمد شهير وايي، له امريكا سره امنيتي تړون په افغانستان كې د پانگونې لپاره د شرايطو او باور په رامنځ ته كولو كې مهم دى.
په كابل ښار كې د يوه كوچني ماركيت د پلورونكي وايي:
كه په دې تړون كې د افغانستان گټو ته پاملرنه شوي وي، له شك پرته د خلكو په گټه دى .
له درې ورځو وروست دادى مشورتي لويې جرگې له دوه زره ۵۰۰ استازيو په گډون په ۵۰ كميتو كې له امريكا سره د امنيتي تړون پرسربحث كړى او په پام كې ده، چې وروستۍ مشورې يې نن يكشنبه(د ليندۍ ۳) د دغو كميتو د مشرانو لخوا اعلام شي .