سیمه ییز خبرونه
له امریکا سره د لنډمهاله سولې د هوکړې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نهدی شوی
د رویټرز د راپور له مخې دې ایراني سرچینې ویلي: د منځګړو له لارې د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه یوه دا ده، چې امریکا بېرته لنډمهالې هوکړې ته راوګرځي او د خپلو ژمنو د پلي کېدا لپاره مهالوېش وټاکي؛ خو په دې برخه کې«په هېڅ ډول پرمختګ» نهدی شوی.
د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د څرګندونو له مخې؛ ایران او امریکا په خلیج کې د جګړې د دایمي پای ته رسولو پر څرنګوالي اوس هم سره اختلاف لري او په جون کې د شوې لنډمهاله هوکړې د بیا عملي کولو او د هغې د ژمنو د پلي کېدا لپاره د مهالوېش ټاکلو په خبرو کې هیڅ پرمختګ نهدی شوی.
د رویټرز د راپور له مخې دې ایراني سرچینې ویلي: د منځګړو له لارې د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه یوه دا ده، چې امریکا بېرته لنډمهالې هوکړې ته راوګرځي او د خپلو ژمنو د پلي کېدا لپاره مهالوېش وټاکي؛ خو په دې برخه کې«په هېڅ ډول پرمختګ» نهدی شوی.
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران پر مشرانو سختې نیوکې وکړې.
په سیمه کې د سېشنبې ورځې د سمندري بېړیو پر وړاندې له نویو بریدونو وروسته، دغو څرګندونو د کړکېچ د اواري هیلې نورې هم کمزورې کړې.
په جون کې شوې هوکړې د« ټولو جبهاتو د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای» اعلان کړی و؛ خو دغه هوکړه ډېر ژر له منځه ولاړه. ټرمپ د جولای پر اوومه ویلي، چې هوکړه« پای ته رسېدلې» او د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ، چې هوکړه «ځنډول شوې» ده.
امریکا ایران تورنوي، چې د هوکړې له مخې یې د هرمز مهمه سمندري لار د بیا پرانیستلو ژمنه نهده عملي کړې.
تهران وايي؛ واشنګټن پخپلو هغو ژمنو عمل نهدی کړی، چې د ایران پر بندرونو د بندیز لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول هم په کې شامل دي.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې امریکا د هرمز تنګي« بشپړ کنټرول» په لاس کې لري.
د هرمز تنګي د چارو ادارې، چې ایران د دې اوبلارې د مدیریت لپاره جوړه کړې ویلي، دغه سمندري لار اوس هم تړلې ده او تر هغې به بېرته نه پرانیستل کیږي، چې د ایران شرایط ونه منل شي.
ټرمپ په «ټروت سوشل» پاڼکه کې لیکلي:« ایران یوازې خبرې کوي او هیڅ عملي اقدام نهکوي؛ د منځني ختیځ زورواکي نوره نشته.»
ټرمپ نه یوازې له جګړې راپدېخوا د کړکېچ د زیاتېدا ګواښونه کړي، بلکې دا ادعا هم کوي، چې د سولې هوکړه نږدې ده.
د راپور له مخې، د فبرورۍ له اتهویشتمې راپدېخوا، چې امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړي؛ په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي، چې ډېری یې په ایران او لبنان کې دي.
ایران بیا په عمان، اردن، کویټ، اسرائیل، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې پر امریکايي تاسیساتو او بېخبناوو بریدونه کړي دي.
د جون د لنډمهاله اوربند هوکړې ۶۰ ورځې وخت ټاکلې و، چې د دواړو لوریو پر ګډه هوکړه د غځېدا وړ وه. ټاکل شوې وه، چې په دې ورځو کې ایران او امریکا یوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي او د ایران اټومي پروګرام به محدود او د امریکا بندیزونه لرې شي.
ایراني سرچینې د چارشنبې پر ورځ د ترکیې د انادولو خبري آژانس هغه راپور هم رد کړ، چې د پاکستاني حکومتي سرچینو د څرګندونو له مخې یې ویلي وه، چې دواړو لوریو د دغې ۶۰ ورځني وخت پر غځولو هوکړه کړې ده.
سرچینې رویټرز ته ویلي:« د وخت د غځولو په اړه هیڅ خبرې نهکېږي؛ ځکه د ایران له نظره داسې وخت نهدی راغلی، نو د غځولو خبره یې هم نشته. امریکا له هوکړې ۴۸ ساعته وروسته هغه نقض کړه او څو ورځې وروسته ترې ووتله.»
هرمز تنګی، چې د ایران او عمان ترمنځ پروت دی او د خلیج د سیمې د اوبو لارې ته لار پرانیزي؛ له جګړې مخکې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د لېږد شاوخوا پېنځمه برخه سمبالوله.
د جګړې له پیل راپدېخوا د برنټ اومه تېلو بیې لوړې شوې او په یوه پړاو کې یې د هر بېرل بیه ۱۲۶ ډالرو ته ورسېده، چې د جګړې له پیل مخکې کچې شاوخوا ۷۵ سلنه لوړه وه. په بازار کې بېثباته راکړه ورکړه د خلیج له سیمې د تېلو د رسولو د احتمالي ګډوډۍ او د سولې د خبرو په اړه د بدلېدونکو څرګندونو له کبله ده.
د چارشنبې پر ورځ د تېلو بیې لومړی لوړې شوې؛ خو وروسته په بېثباته بازار کې بېرته ثابتې شوې. دا بدلون وروسته له هغې راغی، چې د ۲۰۲۶ز.کال لپاره د تېلو د تقاضا وړاندوینې راکمې شوې. د برنټ اومه تېلو بیه شاوخوا ۸۸ ډالره او د امریکا د «وسټ ټکزاس انټرمیډیټ» اومه تېلو بیه شاوخوا ۸۳ ډالره وه.
سیمه ییز خبرونه
د ډيآیخان برید د امنیت په ټینګښت کې د حکومت د ناکامۍ نښه ده – ایمل ولي خان
هغه په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې دغه ایالت د خپل تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو څخه تېرېږي او پښتانه له پراخ تاوتریخوالي او ناامنۍ سره مخ دي.
د عوامي نشنل پارټۍ مشر او د پاکستان سناتور ایمل ولي خان د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړوند د درازندې سیمې پر «امن مېله» امنیتي پوسته د شوي ځانمرګي برید غندنه کړې او دا یې د حکومت لهخوا د امنیت په ټینګښت کې د ناکامۍ نښه بللې ده.
هغه په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې دغه ایالت د خپل تاریخ له تر ټولو تورو پړاوونو څخه تېرېږي او پښتانه له پراخ تاوتریخوالي او ناامنۍ سره مخ دي.
د عوامي نشنل پارټۍ مشر له مرکزي او ایالتي حکومتونو غوښتي، چې د یو بل د ملامتولو او بریدونو د «فتنة الخوارج» او «فتنة الهندوستان» پر نوم ډلو پورې د تړلو پر ځای؛ د وګړو د امنیت ساتلو مسوولیت پر غاړه واخلي.
هغه ټینګار کړی، چې مرکزي او ایالتي چارواکي باید د خیبر پښتونخوا له خلکو څخه لرې نهشي او د تاوتریخوالي د دوام د مخنیوي او د وګړو د ژوند د ساتنې لپاره ټینګ ګامونه واخلي.
سیمه ییز خبرونه
د امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
ګرجستان او آذربایجان ایران ته د الوتنو ځنډېدل تائید کړي دي.
ایراني هوايي شرکتونو د امریکا له لوري د هوايي چلند پر سکټور د نویو بندیزونو له لګېدا وروسته د چارشنبې پر ورځ ځینې نړیوالې الوتنې لغوه کړې دي.
ګرجستان او آذربایجان ایران ته د الوتنو ځنډېدل تائید کړي دي.
دغه راز په تهران کې یوه سیاحتي اداره وايي؛ بغداد، مسقط او قطر ته هم الوتنې درول شوې دي؛ خو چین او یو شمېر نورو هېوادونو ته الوتنې اوس هم دوام
لري.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د دوشنبې پر ورځ د ایران پر هوايي چلند د نویو بندیزونو اعلان وکړ. نوموړي ادعا کړې، چې له ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنې پورې د ایران نړیوالې الوتنې له دې بندیزونو اغېزمنې شوې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د ګډون لپاره تللی؛ د امریکا فشارونه رد کړي او څرګندوي، چې د بندیزونو او ګواښونو پر وړاندې به د ایران د خلکو مقاومت پیاوړی شي.
د الوتنو د څارنې معلومات ښيي، چې د ماهان ایر یوه الوتکه د چارشنبې پر ورځ له تهران څخه د چین ګوانګژو ښار ته رسېدلې او یوه بله الوتنه شانګهای ته هم په پام کې نیول شوې ده.
چین د امریکا نوي بندیزونه غندلي او غیرقانوني یې بللي دي.
له ایران څخه استانبول ته هم ځینې الوتنې دوام لري، خو یو شمېر نورې لغوه شوې دي.
په تهران کې یوې سیاحتي ادارې ویلي، چې د وضعیت د ناڅرګندوالي له مخې یې د الوتنو د لغوه کېدا د اندېښنې له کبله د ټکټونو پلور درولی دی.
ایراني هوايي شرکتونه اوس هم ترکیې، ارمنستان، نجف او دوبۍ ته ځینې الوتنې لري.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا رییس محسن رضايي ګاونډ هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د امریکا له اقداماتو سره همکاري ونهکړي. نوموړي ویلي، که کوم هېواد له امریکا سره همکاري وکړي، هوايي ډګرونه به یې له ایران سره د الوتنو توان له لاسه ورکړي.
دغه راز د ایران او عراق ترمنځ د الوتنو د احتمالي ځنډېدا له کبله اندېښنې زیاتې شوې دي؛ ځکه هر کال ګڼشمېر ایراني زیارت کوونکي عراق ته سفر کوي.
ایراني رسنیو ویلي، چارواکي بغداد ته د الوتنو د انتقال امکان نجف ته ارزوي.
په نجف کې سیاحتي ادارو هم ویلي، چې مسافر د الوتنو د احتمالي لغوه کېدا په اړه پوښتنې کوي او ځینې یې د ځمکني سفر لارې هم څېړي.
سیمه ییز خبرونه
ایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، چې په کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ګډون کړی و. جیرډ کوشنر هم د امریکايي پلاوي پر استازیتوب په دې خبرو کې ګډون کړی دی.
امریکا او ایران په نیویارک کې له څو میاشتو نښتو او جګړې د پای ته رسولو لپاره پر لومړي ځل د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې پر لوړه کچه خبرې وکړې.
دا خبرې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي، چې په کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ګډون کړی و. جیرډ کوشنر هم د امریکايي پلاوي پر استازیتوب په دې خبرو کې ګډون کړی دی.
تر اوسه په خبرو کې له کومې ځانګړې پایلې خبر نهدی ورکړ شوی؛ خو ویټکوف له ناستې وروسته ویلي، خبرې« رغنده او هیلهبښونکې» وې او منځګړي به خپلې هڅې روانې وساتي.
ایراني چارواکو ویلي، عراقچي په دې خبرو کې د تهران شرطونه وړاندې کړي، چې ایران یې« د امریکا تېري کوونکي اقدامات» بولي. یعنې د ایران پر بېړۍ چلونې او شتمنیو د اغېز کوونکو اقداماتو لغوه کول.
دا خبرې یوازې څو ساعته وروسته له هغې وشوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال خبرداری ورکړي؛ که هوکړې ته ونهرسېږي واشنګټن کولی شي ایران« له منځه یوسي».
ترمپ دا درېساعته خبرې« ډېرې رغنده» وبللې؛ خو ویټکوف څرګنده کړې، چې د امریکا او ایران استازو په مستقیم او مخامخ ډول خبرې نهدي کړي، بلکې منځګړو د دواړو پلاوو ترمنځ تګ راتګ کړی او پیغامونه یې لېږدولي دي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ تازه اړیکې له هغو څو میاشتو نښتو وروسته رامنځته شوې، چې ایران، اسرائیل او امریکا په کې ښکېل ول؛ دغو نښتو د هرمزتنګي پر بېړۍ چلونې هم اغېز کړی دی.
هرمزتنګی په نړۍ کې د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه دی او له دې لارې د بېړیو په تګ راتګ کې ګډوډي د نړۍ د تېلو پر بازارونو هم اغېز کړی دی.
ایران ویلي: که د امریکا پوځي او اقتصادي فشارونه کم شي، چې د بحري کلابندۍ لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو آزادول هم په کې دي؛ د دغه سټراټېژیکې اوبلارې د بېرته پرانیستلو امکان شته.
سره له دې، چې ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته پیل شوې دي؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ اساسي اختلافونه هم پخپل ځای دي؛ په دغو اختلافونو کې د جګړې، د ایران د اټومي پروګرام، بندیزونو، په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې او په سیمه کې د امریکا د پوځي عملیاتو موضوعات شامل دي.
ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چارشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړي او تمه ده، چې په نیویارک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې روانې وساتل شي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoهند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل
-
نړۍ3 days agoټرمپ په واشنګټن کې د پوځي مراسمو پر مهال له شي جینپینګ هرکلی وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار وکړ
-
لوبی3 days agoافغان ابدالیان لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه
