سیمه ییز خبرونه

له امریکا سره د لنډمهاله سولې د هوکړې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه‌دی شوی

د رویټرز د راپور له مخې دې ایراني سرچینې ویلي: د منځګړو له لارې د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه یوه دا ده، چې امریکا بېرته لنډمهالې هوکړې ته راوګرځي او د خپلو ژمنو د پلي کېدا لپاره مهال‌وېش وټاکي؛ خو په دې برخه کې«په هېڅ ډول پرمختګ» نه‌دی شوی.

Published

on

د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د څرګندونو له مخې؛ ایران او امریکا په خلیج کې د جګړې د دایمي پای ته رسولو پر څرنګوالي اوس هم سره اختلاف لري او په جون کې د شوې لنډمهاله هوکړې د بیا عملي کولو او د هغې د ژمنو د پلي کېدا لپاره د مهال‌وېش ټاکلو په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه‌دی شوی.

د رویټرز د راپور له مخې دې ایراني سرچینې ویلي: د منځګړو له لارې د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه یوه دا ده، چې امریکا بېرته لنډمهالې هوکړې ته راوګرځي او د خپلو ژمنو د پلي کېدا لپاره مهال‌وېش وټاکي؛ خو په دې برخه کې«په هېڅ ډول پرمختګ» نه‌دی شوی.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران پر مشرانو سختې نیوکې وکړې.

په سیمه کې د سې‌شنبې ورځې د سمندري بېړیو پر وړاندې له نویو بریدونو وروسته، دغو څرګندونو د کړکېچ د اواري هیلې نورې هم کمزورې کړې.

په جون کې شوې هوکړې د« ټولو جبهاتو د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای» اعلان کړی و؛ خو دغه هوکړه ډېر ژر له منځه ولاړه. ټرمپ د جولای پر اوومه ویلي، چې هوکړه« پای ته رسېدلې» او د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ، چې هوکړه «ځنډول شوې» ده.

امریکا ایران تورنوي، چې د هوکړې له مخې یې د هرمز مهمه سمندري لار د بیا پرانیستلو ژمنه نه‌ده عملي کړې.

تهران وايي؛ واشنګټن پخپلو هغو ژمنو عمل نه‌دی کړی، چې د ایران پر بندرونو د بندیز لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول هم په کې شامل دي.

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې امریکا د هرمز تنګي« بشپړ کنټرول» په لاس کې لري.

د هرمز تنګي د چارو ادارې، چې ایران د دې اوبلارې د مدیریت لپاره جوړه کړې ویلي، دغه سمندري لار اوس هم تړلې ده او تر هغې به بېرته نه پرانیستل کیږي، چې د ایران شرایط ونه منل شي.

ټرمپ په «ټروت سوشل» پاڼکه کې لیکلي:« ایران یوازې خبرې کوي او هیڅ عملي اقدام نه‌کوي؛ د منځني ختیځ زورواکي نوره نشته.»

ټرمپ نه یوازې له جګړې راپدېخوا د کړکېچ د زیاتېدا ګواښونه کړي، بلکې دا ادعا هم کوي، چې د سولې هوکړه نږدې ده.

د راپور له مخې، د فبرورۍ له اته‌ویشتمې راپدېخوا، چې امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړي؛ په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي، چې ډېری یې په ایران او لبنان کې دي.

ایران بیا په عمان، اردن، کویټ، اسرائیل، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې پر امریکايي تاسیساتو او بېخبناوو بریدونه کړي دي.

د جون د لنډمهاله اوربند هوکړې ۶۰ ورځې وخت ټاکلې و، چې د دواړو لوریو پر ګډه هوکړه د غځېدا وړ وه. ټاکل شوې وه، چې په دې ورځو کې ایران او امریکا یوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي او د ایران اټومي پروګرام به محدود او د امریکا بندیزونه لرې شي.

ایراني سرچینې د چارشنبې پر ورځ د ترکیې د انادولو خبري آژانس هغه راپور هم رد کړ، چې د پاکستاني حکومتي سرچینو د څرګندونو له مخې یې ویلي وه، چې دواړو لوریو د دغې ۶۰ ورځني وخت پر غځولو هوکړه کړې ده.

سرچینې رویټرز ته ویلي:« د وخت د غځولو په اړه هیڅ خبرې نه‌کېږي؛ ځکه د ایران له نظره داسې وخت نه‌دی راغلی، نو د غځولو خبره یې هم نشته. امریکا له هوکړې ۴۸ ساعته وروسته هغه نقض کړه او څو ورځې وروسته ترې ووتله.»

هرمز تنګی، چې د ایران او عمان ترمنځ پروت دی او د خلیج د سیمې د اوبو لارې ته لار پرانیزي؛ له جګړې مخکې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د لېږد شاوخوا پېنځمه برخه سمبالوله.

د جګړې له پیل راپدېخوا د برنټ اومه تېلو بیې لوړې شوې او په یوه پړاو کې یې د هر بېرل بیه ۱۲۶ ډالرو ته ورسېده، چې د جګړې له پیل مخکې کچې شاوخوا ۷۵ سلنه لوړه وه. په بازار کې بې‌ثباته راکړه ورکړه د خلیج له سیمې د تېلو د رسولو د احتمالي ګډوډۍ او د سولې د خبرو په اړه د بدلېدونکو څرګندونو له کبله ده.

د چارشنبې پر ورځ د تېلو بیې لومړی لوړې شوې؛ خو وروسته په بې‌ثباته بازار کې بېرته ثابتې شوې. دا بدلون وروسته له هغې راغی، چې د ۲۰۲۶ز.کال لپاره د تېلو د تقاضا وړاندوینې راکمې شوې. د برنټ اومه تېلو بیه شاوخوا ۸۸ ډالره او د امریکا د «وسټ ټکزاس انټرمیډیټ» اومه تېلو بیه شاوخوا ۸۳ ډالره وه.

Trending

Exit mobile version