تازه خبرونه
له امریکا سره د پاکستان دوهګونی سیاست ۴۰ کلنه مخینه لري – زلمی خلیلزاد
خلیلزاد په خپل پیغام کې ویلي، چې د پاکستان پوځي مشران د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو آسانولو او د ډونالډ ټرمپ سره په نږدې کېدا کې رول لرلی؛ خو راپورونه ښيي، چې ځینو ایرانیو پوځي الوتکو ته اجازه ورکړ شوې، چې د امریکا احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره په یوه پټه پاکستانۍ پوځي اډه کې ځای پر ځای شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه ویلي: که راپورونه سم وي، چې پاکستان د ایران ځینو پوځي الوتکو ته پټه پناه ورکړې؛ نو دا د تعجب وړ نهده، ځکه پر وینا یې اسلامآباد په تېرو څلور لسیزو کې له امریکا سره هممهاله همکاري لرلې او پر ضد یې هم عمل کړی دی.
خلیلزاد په خپل پیغام کې ویلي، چې د پاکستان پوځي مشران د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو آسانولو او د ډونالډ ټرمپ سره په نږدې کېدا کې رول لرلی؛ خو راپورونه ښيي، چې ځینو ایرانیو پوځي الوتکو ته اجازه ورکړ شوې، چې د امریکا احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره په یوه پټه پاکستانۍ پوځي اډه کې ځای پر ځای شي.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان دا دوهګونی سیاست نوی نهدی.
خلیلزاد ویلي: پاکستان په تېرو وختونو کې هم امریکا ته ډاډ ورکړی و، چې د اتومي وسلو د جوړولو هیله نهلري؛ خو خپل اتومي پروګرام یې روان وساته.
دې امریکایي پخواني چارواکي دا هم ویلي، چې پاکستان د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته له یوېخوا له امریکا سره په افغانستان کې همکاري کوله او له بلېخوا یې د هغو ډلو ملاتړ کاوه، چې د امریکایي ځواکونو پر ضد په جګړه کې ول.
خلیلزاد همدارنګه د اسامه بن لادن د شتون یادونه کړې او څرګندوي؛ د القاعدې دا مشر د پاکستان د یوه پوځي مرکز په نږدې کې کلونه پټ و، چې د امریکا ځانګړو ځواکونو پر نښه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په ایکسپاڼه هغه راپور رد کړ، چې ویلي یې وه د نور خان په هوايي اډه کې ایراني الوتکې موجودې دي.