سیمه ییز خبرونه
له امریکا سره مستقیمې خبرې په مناسبو شرایطو کې شونې دي – ایران
محمد رضا عارف د سېشنبې پر ورځ له امریکا سره د تهران اټومي خبرو اترو ته په نغوته کې ویلي، چې “په خبرو اترو کې د اسلامي جمهوریت رژیم چلند پر هغه لار روان دی، چې خلک یې غواړي.”
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال ويلي، چې له امریکا سره مستقیمې خبرې اترې تر “مناسبو شرایطو” لاندې ممکنې دي؛ خو ایران به د یورانیمو غني کول ونهدروي، ځکه “د صفر یو غني کولو پلان یوه لویه ټوکه ده.”
محمد رضا عارف د سېشنبې پر ورځ له امریکا سره د تهران اټومي خبرو اترو ته په نغوته کې ویلي، چې “په خبرو اترو کې د اسلامي جمهوریت رژیم چلند پر هغه لار روان دی، چې خلک یې غواړي.”
تهران او واشنګټن د جون او جولای په میاشت کې پر ایران د اسرائیلو او امریکا د بریدونو مخکې د ایران د اټومي موضوع په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره پېنځه پړاوه خبرې اترې وکړې؛ خو د دې خبرو اترو شپږم پړاو له ۱۲ ورځني جګړې وروسته وځنډول شو.
دواړو هېوادونو ایران اټومي وسلو ته د لاسرسي پر هڅو تورن کړی؛ خو مګر تهران دا ادعا رد کړې ده.
محمد رضا عارف په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې “که شرایط سم وي؛ مستقیمې خبرې اترې به له درناوي ډکې ترسره کړي.”
هغه زیاته کړې: ” هغو هېوادونو، چې له امریکا سره خبرې کړي؛ مونږ باید وګورو، چې تر کومې کچې وتوانېدل ګټو ته ورسیږي.”
د ایران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو مخکنی پړاو “نامستقیمه” و او عمان د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړي کار کاوه.
د اګست پر نهمه، د نطنز، فردو او اصفهان پر درې اټومي تاسیساتو د امریکا برید ته په نغوته کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل: “ښه! راغله او ویې وهل؛ اوس راځئ، چې جوړ یې کړو، بیا به راشي او بیا مو وهي.”
هغه د خبرو اترو مخالفانو ته په خطاب کې ویلي؛ “که خبرې ونکړئ؛ نو څه به وکړئ؟ آیا غواړئ جګړه وکړئ؟”
د انقلابي ګارد سیاسي رییس مرستیال عزیز غضنفري د پزشکیان څرګندونو ته په غبرګون کې، چې بصیرت اوبپاڼې خپور کړی؛ وایي، چې “د بهرني سیاست ډګر د هر حقیقت د څرګندولو ځای ندی.”
د غضنفري د څرګندونو له مخې؛ “له بده مرغه د ولسمشر شفاهي غلطیو په ځانګړي توګه د ملي امنیت ساحې ته زیان رسولی دی.”