تازه خبرونه
له امریکا څخه له ۱۶۰ ډېر هایټیایي کډوال وایستل شول
د « ډیموکراسۍ نو» د څرګندونو له مخې، هایتي ته د کډوالو د ایستلو دا لومړنۍ الوتنه له هغې وروسته ترسره شوې، چې د امریکا سترې محکمې د ډونالډ ټرمپ حکومت ته اجازه ورکړه، چې د شاوخوا ۳۵۰ زره هایټیایي وګړو لپاره د لنډمهاله خونديتوب پروګرام پای ته ورسوي.
د « ډیموکراسي نو» شبکې د راپور له مخې، له امریکا څخه تر ۱۶۰ ډېر هایټیایي کډوال ایستل شوي دي؛ دا بهیر له هغې وروسته پیل شو، چې د هایټي د کډوالو د لنډمهاله خونديتوب وضعیت پای ته ورسېد.
د « ډیموکراسۍ نو» د څرګندونو له مخې، هایتي ته د کډوالو د ایستلو دا لومړنۍ الوتنه له هغې وروسته ترسره شوې، چې د امریکا سترې محکمې د ډونالډ ټرمپ حکومت ته اجازه ورکړه، چې د شاوخوا ۳۵۰ زره هایټیایي وګړو لپاره د لنډمهاله خونديتوب پروګرام پای ته ورسوي.
دغه الوتکه د پنجشنبې پر ورځ د هایټي په شمال کې د« کپ-هایټین» ښار هوايي ډګر ته کښته شوه. د دغه هېواد اصلي نړیوال هوايي ډګر، چې په پورټوپرنس کې دی؛ د وسلهوالو ډلو د تاوتریخوالي او د سیاسي بېثباتۍ د زیاتېدا له کبله د دغسې الوتنو لپاره ناامنه بلل شوی دی.
د راپور له مخې، ډېری هغه کسان، چې تېره اوونۍ وایستل شول؛ د لنډمهاله خونديتوب د وضعیت لرونکي وه او له ۲۰۱۰ز. کال راپدېخوا یې په امریکا کې ژوند او کار کاوه.
د دغه وضعیت لغوه کېدا سلګونه زره هایټیایي کډوال له امریکا څخه د ایستل کېدا له ګواښ سره مخ کړي او داسې اندېښنې یې زیاتې کړې، چې هغوی به بېرته داسې هېواد ته ستانه شي، چې له سختو امنیتي او سیاسي کړکېچونو سره مخ دی.