تازه خبرونه

له اوسنۍ تاریخي شېبې پرته به وضعیت نور هم بحراني شي – عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: تله ۷, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال ویلي؛ که د سولې له روانې تاریخي شېبې ګټه پورته نشي؛ وضعیت به نور هم ورسره بحراني شي.

نوموړي په خپل دغه کاري سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړي دي.

عبدالله عبدالله له پاکستانيو چارواکو مننه کړې، چې طالبان یې د سولې خبرو ته هڅولي دي.

هغه دا غوښتنه هم کړې، چې له خپلمنځي خبرو کلک ملاتړ وکړي.

هغه ویلي، چې د تاوتریخوالي زیاتوالی به د سولې پر روانو هڅو ناوړه اغېزه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نکوي؛ خو د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

ټاکل شوې، چې عبدالله عبدالله به په دې درې ورځني سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د پوځ له لوی درستیز سره هم وګوري.

په اسلام آباد کې د افغان پلاوي لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.

د پخلاینې عالي شورا مسوولینو ويلي، چې دا سفر به د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې نوی څپرکی پرانیزي.

په دغه سفر کې د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی هم ملګری دی.

د نوموړي وینا؛ په کار ده، چې پاکستان خبرو ته د طالبانو هڅول روان وساتي.

د افغانستان په سوله او جګړه کې د پاکستان ونډه مهمه ګڼل کیږي.

اوس نظر دا دی، چې پاکستان د افغانستان لپاره په خپلو پالسیو کې یو څه بدلون راوستی او غواړي، چې د سولې له بهیر ملاتړ وکړي.

Trending

Exit mobile version