سوداگري

له اکسوس چنایي کمپنۍ سره د نفت او ګازو دولتي شرکت د شراکت تړون لاسلیک شو

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۰, ۱۴۰۱)

مالیې وزارت په ډاګه کړې، چې د دغه وزارت اړوند د نفت او ګازو دولتي شرکت له چینایي کمپنۍ (اکسوس) سره  د خپلې ۲۰ سلنې ونډې تړون لاسلیک کړ.

دغه راز ياد چنايي شرکت به له کانونو وزارت سره هم د قشقرې د تېلو د استخراج تړون لاسلیکوي.

د نفت او ګازو د استخراج چینایي (اکسوس) کمپنۍ مشر تېره ورځ ( د روان ۱۴۰۱ لمریز هجري کال د زمري پر نهمه)  په دې اړه له مالیې وزیر سره لېدلي وه.

په دغه کتنه کي د افغانستان د نفت او ګازو له دولتي شرکت سره د یاد چینایي شرکت د ۲۰ سلنه ونډې هوکړه وروستۍ شوې وه او رسماً د مالیې وزیر له لوري د تړون لاسلیکولو هدایت ورکړ شو.

یاد چینایي شرکت ته د قشقرې د تېلو د استخراج قرارداد سپارل شوی، چي د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د شل سلنې ونډې پر ملتیا به په ګډه د قشقرې له څاګانو تېل استخراجوي.

ویل کیږي، چې د شمال د اړوند حوزې د قشقري سیمه نهه فعالې څاه ګانې لري.

Trending

Exit mobile version