نړۍ
له ایران سره جګړې امریکا ته تر دې دمه ۳۷.۵ میلیارډ ډالر لګښت لرلی – پنټاګون
د رویټرز د راپور له مخې؛ هګسټ دا څرګندونې د سېشنبې پر ورځ د امریکا د کانګرس د قانون جوړوونکیو په غونډه کې کړې دي. نوموړی د درند بمبارډ له بیا پیلېدا وروسته د لومړي ځل لپاره له نیوکهکوونکو قانون جوړوونکو سره مخ شوی او له ملاتړه د بې برخې جګړې لپاره یې د بېړنۍ بودجې غوښتنه کوله.
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، چې پر ایران د امریکا جګړې تر اوسه ۳۷.۵ میلیارډ ډالره لګښت لرلی دی.
د رویټرز د راپور له مخې؛ هګسټ دا څرګندونې د سېشنبې پر ورځ د امریکا د کانګرس د قانون جوړوونکو په غونډه کې کړې دي. نوموړی د درانده بمبارډ له بیا پیلېدا وروسته د لومړي ځل لپاره له نیوکهکوونکو قانون جوړوونکو سره مخ شوی او له ملاتړه د بې برخې جګړې لپاره یې د بېړنۍ بودجې غوښتنه کوله.
له منځمهالو ټاکنو شپږ میاشتې مخکې، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ جمهوري غوښتونکي ګوند ښايي په کې د استازو جرګې او مشرانو جرګې د اکثریت ساتلو لپاره له ستونزو سره مخ شي؛ ډیموکراټان هڅه کوي، چې د ایران جګړه د خلکو د اقتصادي ستونزو له موضوع سره وتړي.
هګسټ قانون جوړوونکو ته ویلي، چې ۳۷.۵ میلیارډ ډالر د جګړې ځینې لګښتونه او د روان کال د سپټمبر تر دېرشمې پورې اټکل شوي لګښتونه رانغاړي.
اوس هم روښانه نهده، چې پنټاګون دغه شمېر څنګه محاسبه کړی دی.
یوې سرچینې په مارچ کې رویټرز ته ویلي وه، چې د ټرمپ ادارې اټکل کړی؛ د جګړې لومړیو شپږ ورځو لږ تر لږه ۱۱.۳ میلیارډ ډالره لګښت درلود.
ټرمپ تېره میاشت له کانګرس څخه نږدې ۹۰ میلیارډ ډالر اضافي بودجه غوښتې، چې ډېره برخه یې د ایران له جګړې سره تړاو لري. دا غوښتنه داسې مهال شوې، چې له جګړې ناخوښه قانون جوړوونکي د نومبر منځمهالو ټاکنو ته چمتووالی نیسي.
جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټو قانون جوړوونکو دواړو له هغه وخته، چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ پر اتهویشتمه پر ایران بمبارډ پیل کړی؛ شکایت کړی، چې ټرمپ او د هغه ډلې دوی د جګړې او خپلو پلانونو په اړه سم نهدي خبر کړي.
د امریکا د سنا د تخصیصاتو کمیټې مشرې ډیموکراټې سناتورې پیټي موري په غونډه کې ویلي:« ولسمشر د جنګي جرمونو د زیاتېدا ګواښ کوي او داسې ښکاري، چې دا به یوه بله اوږدمهاله جګړه شي.»
هغې د ټرمپ هغو ګواښونو ته نغوته وکړه، چې د ایران پر ضد یې کړي، په ځانګړي ډول د ملکي زیربناوو پر ضد ګواښونه، چې نیوکهکوونکي یې جنګي جرم یادوي.
هګسټ همدارنګه قانون جوړوونکو ته ویلي، چې که بېړنۍ اضافي بودجه ونهرسېږي؛ د پوځ روزنیز پروګرامونه به محدود شي.
راپور وايي، دې جګړې د پنټاګون نږدې یو ټریلیون ډالري بودجه تر فشار لاندې راوستې او د پوځي کارکوونکو اړوند لګښتونو ته هم ګواښ پېښوي.
د پوځ د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال ډان کین ویلي، دوی به د سرتېرو د معاشونو د ورکړې لپاره لاره پیدا کړي؛ خو پنټاګون ښايي د ساتنې لګښتونو او راتلونکو پوځي وړتیاوو په پراختیا کې له ستونزو سره مخ شي.
هګسټ له قانون جوړوونکو غوښتي، چې یوازې د اضافي بودجې غوښتنه نه، بلکې د ۲۰۲۷ کال لپاره د ۱.۵ ټریلیون ډالر بودجه هم تائید کړي.
نوموړي ویلي:« زه باور لرم، چې د دې وزارت لپاره د ۱.۵ ټریلیون ډالر بودجې نهورکول زمونږ ملت ته تر ټولو ستر ګواښ دی.»
د امریکا او ایران ترمنځ نازک اوربند د روانې میاشتې په پیل کې مات شو او دواړو لوریو له هغې وروسته هره ورځ پر یو بل بریدونه کړي دي.
د ایران په جګړه کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر د اوونۍ په پای کې ۱۸ کسانو ته لوړ شو. په داسې حال کې، چې شاوخوا ۴۳۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.
پنټاګون د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د جولای له اوومې راپدېخوا ۱۰۰ سرتېري ټپیان شوي؛ خو ۹۶ سلنه یې بېرته دندې ته ستانه شوي دي.
په تېره اوونۍ کې ټرمپ ګواښ کړی، چې په ایران کې به د بریدونو هدفونه پراخ کړي او د انرژۍ پر بټیو او پلونو به هم بریدونه وکړي.
نوموړي د ایران د خارک ټاپو د تېلو د مرکز د نیولو لپاره د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو او د «پیک اکس ماونټین» نومي اټومي تړاو لرونکي ژور ځمکني مرکز د بمبارډ ګواښ هم کړی دی.
ټرمپ د سېشنبې پر ورځ ویلي، امریکا به دغه غرنی مرکز «ډېر ژر» له منځه یوسي.