نړۍ
له ایران سره خبرې نهکېږي – ټرمپ؛ د هرمز تنګی تړلی پاتې دی- تهران
له ایران سره د نږدې شپږ میاشتنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې د امکاناتو له کمېدا سره، د تېلو بیې د سېشنبې پر ورځ یو ځل بیا لوړې شوې. د ونډو بازارونه هم راولوېدلي او د امریکا په ګډون د سترو اقتصادونو د پور اخیستلو لګښتونه په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې پر ورځ وویل، له ایران سره هیڅ خبرې روانې نهدي او د راتلونکو خبرو لپاره هم کوم پلان نشته. هغه همداراز ویلي، چې د هرمز تنګی پرانیستی دی؛ خو ایران وايي، دغه مهمه اوبلار اوس هم د بېړیو پر مخ تړلې ده.
له ایران سره د نږدې شپږ میاشتنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې د امکاناتو له کمېدا سره، د تېلو بیې د سېشنبې پر ورځ یو ځل بیا لوړې شوې. د ونډو بازارونه هم راولوېدلي او د امریکا په ګډون د سترو اقتصادونو د پور اخیستلو لګښتونه په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.
د دواړو لوریو ترمنځ لنډمهاله اوربند د دوشنبې پر ورځ پای ته ورسېد.
یوه لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي، د خبرو اترو د بنبست له کبله ایران د پوځي دریځ د «بشپړ بریدیز» حالت پر لوري روان دی؛ خو د سېشنبې پر ورځ د دواړو لوریو لهخوا د نویو بریدونو راپور ورکړ شوی نهدی.
ټرمپ په «ټروټ سوشل» پاڼه کې لیکلي:« له اسلامي جمهوریت ایران سره هیڅ خبرې یا بحثونه روان نهدي او نههم د خبرو کوم پلان شته.»
هغه زیاته کړې:« سمندري کلابندي اوس هم بشپړه پخپل حال پاتې ده؛ هرمز تنګی پرانیستی او فعال دی او ټول سمندري ماینونه یا لرې شوي او یا هم چاودول شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ زوم او ځانګړي استازي، جېرډ کوشنر، د دوشنبې پر ورځ ویلي وه، چې له ایران سره خبرې اوس هم روانې دي او ښايي د پخوا پر پرتله جدي شوې وي.
جګړه شاوخوا شپږ میاشتې مخکې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو پیل شوه. اوس دواړه لوري په یوه بنبست کې دي. ایران اوس هم په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ ګواښ کوي او امریکا هم خبرداری ورکړی، چې که خبرې ناکامې شي؛ ښايي خپل بریدونه بېرته پیل کړي.
د امریکا له مهمو موخو څخه یوه دا ده، چې ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو راوګرځوي.
کارپوهانو ويلي؛ دې موخې ته رسېدل به ستونزمن وي؛ تر هغې، چې غني شوي یورانیم بیاد د ایران له لاسرسي ووځي.
د بېړیو تګ راتګ ګډوډ شوی
سره له دې، چې ټرمپ په خلیج کې د وضعیت د ښه کېدا په اړه څرګندونې کړي؛ د سیمې هېوادونه اوس هم د بېړیو د تګ راتګ په تړاو له پېښو خبر ورکوي.
د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت اعلان کړی، چې د ایران له لوري توغول شوي دوه بالسټیک توغندي یې کشف کړي دي. دا د مې له څلورمې وروسته لومړۍ ورته پېښه ده، چې د فجیره بندر د برید په تړاو راپور شوې ده.
اماراتو ویلي، د دوی د ارزونې له مخې دغه توغندي د«بېړیو تګ راتګ» پر نښه کولو لپاره توغول شوي وه، خو دواړه په سمندر کې لوېدلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي دغه ادعاوې رد کړې او د اماراتو تورونه یې «بېبنسټه» وبلل.
د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی، چې تر بلې خبرتیا پورې یې له ایران سره ټول سوداګریز فعالیتونه، راکړې ورکړې او مالي معاملات درولي دي.
د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې هم ویلي؛ یوه بېړۍ د هرمز تنګي له لارې د وتلو پر مهال له یوه نامعلوم توغندي یا څیز سره لګېدلې ده. په دې پېښه کې د بېړۍ د انجن خونې ته زیان او د عملې یوه غړي ته هم زیان اوښتی دی. د عمان ساحلي ساتونکي د عملې د مرستې لپاره ورغلي دي.
لومړني معلومات ښيي، چې د دوشنبې پر ورځ یوازې لږ شمېر بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې دي.
د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي محمدباقر قالیباف هم ویلي، هرمز تنګی به تر هغې تړلی پاتې وي، چې امریکا له ایران سره د لنډمهاله هوکړې شرطونه عملي نهکړي.
هغه ویلي، ایران غواړي د دغه هېواد پر بندرونو کلابندي پای ته ورسېږي، د تېلو بندیزونه لغوه شي، کنګل شوې شتمنۍ یې آزادې شي او د امریکا ګواښونه او پوځي عملیات پای ته ورسېږي.
د ایران او امریکا ترمنځ لنډمهاله هوکړه د جون پر اووهلسمه لاسلیک شوې وه او د ایران د اټومي پروګرام او د امریکا د بندیزونو په اړه د پراخې هوکړې لپاره یې ۶۰ ورځې مهلت ټاکلی و. دغه موده د دوشنبې پر ورځ پای ته ورسېده او ټرمپ ویلي، چې د هغې د غځولو نیت نهلري.
ایران او هم خبرو ته چمتو دی
د ایران د رهبر سلاکار محمد مخبر د سېشنبې پر ورځ ویلي، ایران اوس هم له امریکا سره خبرو ته چمتو دی؛ خو مذاکره د تسلیمېدا پر معنا نهبولي.
هغه ویلي، پوځي فشارونه او بندیزونه ایران شاتګ ته نهشي اړ کولی او وایي، چې تهران به د خپل امنیت او ګټو دفاع وکړي؛ خو د جګړې غوښتونکی نهدی.
په دغو نښتو کې تر اوسه زرګونه کسان وژل شوي، چې ډېری یې په ایران او لبنان کې دي.
د برنټ خامو تېلو بیه هم د جګړې پر مهال ۱۲۶ ډالرو ته لوړه شوې وه، چې د جګړې له پیل مخکې د بیې پر پرتله شاوخوا ۷۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د سې شنبې پر ورځ د برنټ تېلو بیه ۲۰ سنټه لوړه شوه او هر بېرل یې له ۹۱ ډالرو لږ څه پورته و.
د امریکا د حکومت یوه چارواکي هم خبرداری ورکړی، چې واشنګټن ښايي په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې پر ایران ډېر نور اقتصادي فشارونه وارد کړي.
نړۍ
د دوبۍ – تلابیب په الوتنه کې د الوتکې غورځولو هڅه؛ مسافرو یې مخه ونیوله
د رویټرز راپور ښیي؛ د پیلوټ او مرستیال پیلوټ ناندرې او شخړه هغه مهال پیل شوه، چې مرستیال پیلوټ د الوتکې پیلوټ پر چاړه ټپي کړ او الوتکې له ۳۰ ثانیو څخه په لږ وخت کې شاوخوا ۱۴ زره فوټه ارتفاع له لاسه ورکړه.
اسرائیلي چارواکو ويلي، د فلایدوبۍ یوې الوتنې مسافرو او عملې د چارشنبې پر ورځ د مرستیال پیلوټ لهخوا د الوتکې د غورځولو هڅه شنډه کړه او الوتکه له بېړني حالت وروسته د سعودي عربستان په تبوک ښار کې خوندي کښېناسته.
د رویټرز راپور ښیي؛ د پیلوټ او مرستیال پیلوټ ناندرې او شخړه هغه مهال پیل شوه، چې مرستیال پیلوټ د الوتکې پیلوټ پر چاړه ټپي کړ او الوتکې له ۳۰ ثانیو څخه په لږ وخت کې شاوخوا ۱۴ زره فوټه ارتفاع له لاسه ورکړه.
اسرائیلي چارواکو زیاته کړې؛ یو شمېر مسافر او د الوتکې د عملې غړي د پیلوټانو خونې ته ننوتل او مرستیال پیلوټ یې مهار کړ. په همدې حال کې د فلایدوبۍ دوه نور پیلوټان، چې په الوتکه کې موجود ول، د الوتنې کنټرول تر لاسه کړ او الوتکه یې په تبوک کې خوندي راکښته کړه.
شاوخوا ۱۰ ساعته وروسته مسافر د فلایدوبۍ په بله الوتکه کې د تلابیب بنګوریون هوايي ډګر ته ورسېدل.
اسرائیلي چارواکي وايي؛ د مرستیال پیلوټ انګېزه، چې له دوبۍ څخه تلابیب ته په FZ1073 الوتنه کې موجود و؛ نه ده معلومه او په دې اړه څېړنې روانې دي.
فلایدوبۍ شرکت هم ویلي، چې د دې پېښې اصلي لامل لا نهدی روښانه شوی او تر هغې، چې څېړنې بشپړې شوې نهوي، په دې اړه باید اټکل ونهشي.
یوه اسرائیلي چارواکي ویلي، چې مرستیال پیلوټ د عمان تبعه دی.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې په دې الوتنه کې ۱۷۴ کسان سپاره ول، چې ډېری یې اسرائیلي وګړي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دغه پېښه« یوه جدي امنیتي پېښه» بللې او وایي، چې سعودي عربستاني چارواکي به له مرستیال پیلوټ څخه پوښتنې وکړي.
د اسرائیلو د امبولانس خدمتونو هم ویلي، چې یو ۵۱ کلن سړی د بدن د پورتنۍ برخې د سپکو ټپونو له کبله روغتون ته لېږدول شوی دی.
نړۍ
افغان زدهکړیالان بېرته ټولګیو ته ستنېدی شي- د سند عالي محکمې پرېکړه
دا پرېکړه داسې مهال رامنځته شوې، چې د پاکستان د طبي پوهنتونونو او د غاښونو څانګو شورا روانه میاشت ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی و، چې له افغان زدهکړیالانو سره افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي او په روان ښوونیز کال کې د نویو افغان زدهکړیالانو له منلو او لېږدولو ډډه وکړي.
د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې د سېشنبې پر ورځ یوه طبي پوهنتون ته امر کړی، چې افغان زدهکړیالان بېرته ټولګیو ته پرېږدي او د هغو افغان زدهکړیالانو لپاره یې لنډمهالی قضایي ملاتړ هم غځولی، چې افغانستان ته د ستنېدا له امر سره یې مخالفت کړی دی.
دا پرېکړه داسې مهال رامنځته شوې، چې د پاکستان د طبي پوهنتونونو او د غاښونو څانګو شورا روانه میاشت ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی و، چې له افغان زدهکړیالانو سره افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي او په روان ښوونیز کال کې د نویو افغان زدهکړیالانو له منلو او لېږدولو ډډه وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه زدهکړیالان، چې معتبرې ویزې لري او په رسمي پېژندل شویو زدهکړیزو پروګرامونو کې شامل دي؛ کولی شي خپلې زدهکړې بشپړې کړي. دې موضوع د طبي شورا د پرېکړې د پلي کېدا د څرنګوالي په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.
د سند عالي محکمې له دې مخکې هم د سېپټمبر پر څوارلسمه د هغو زدهکړیالانو پر وړاندې د یادې پرېکړې پلي کېدل درولي وه، چې پرې اعتراض شوی و.
د سېشنبې ورځې په غونډه کې د زدهکړیالانو وکیل ویلي، چې د سند جناح طبي پوهنتون افغان زدهکړیالانو ته ټولګیو ته د ننوتلو اجازه نهورکوي؛ د هغوی بایومټریک لاسرسی یې غیرفعال کړی او له لیلیو څخه یې د ایستلو لپاره هم اقدام کړی دی.
محکمې امر کړی، چې ټولګیو او لیلیو ته د زدهکړیالانو لاسرسی بېرته فعال شي او تر راتلونکې غونډې پورې دې د هغوی د زدهکړو بهیر نهدرول کېږي.
د ځینو زدهکړیالانو وکیل افتخار شاه ویلي، د دې قضایي د ملاتړ په یوه قضیه کې ۲۹ او په بله قضیه کې درې زدهکړیالان رانغاړي.
د افغان زدهکړیالانو قضیه داسې مهال روانه ده، چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا محکمو هم په جلا قضیو کې د یو شمېر افغان زدهکړیالانو او ډاکټرانو لپاره لنډمهالی قضایي ملاتړ صادر کړی دی؛ خو د بلوچستان عالي محکمې د یو شمېر افغان وګړو هغه غوښتنه رد کړې، چې غوښتل یې خپلې زدهکړې او طبي روزنه روانه وساتي.
همدارنګه په اسلامآباد کې یوې محکمې هم د یوه افغان ډاکټر ملاتړ کړی، چې د تخصص په دوره کې زدهکړې کوي. د دغو محکمو پرېکړو تر اوسه په ټول پاکستان کې د افغان زدهکړیالانو او ډاکټرانو وضعیت بښپړ روښانه کړی نهدی.
د سندهـ د قضیې ځینې زدهکړیالان د افغان وګړو لپاره د پاکستان د حکومت له بورسونو څخه پر ګټه اخیستنې زدهکړې کوي. دوه ښځینه زدهکړیالانې، چې تمه ده په ۲۰۲۷ز. کال کې د کراچۍ له یوې طبي څانګې څخه فارغې شي؛ وایي، چې د زدهکړو له بشپړېدا مخکې بېرته ستنېدل یې د زدهکړو د درېدلو لامل کېدی شي.
دا موضوع د ښځینه زدهکړیالانو لپاره ډېره اړینه ده؛ ځکه په افغانستان کې د اسلامي امارت لهخوا د ښځو لوړو او طبي زدهکړو ته لنډمهاله اجازه نه ورکول کېږي.
نړۍ
د صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
ووچیچ، چې د ولسمشرۍ دوهیمه او وروستۍ پېنځه کلنه دوره یې تېروله؛ د خپل دوهیم پړاو له پای ته رسېدا شاوخوا اووه میاشتې مخکې له دندې ځان ګوښه کړ.
د صربستان ولسمشر الکسانډر ووچیچ د یکشنبې پر ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه او له دې سره یې په دې هېواد کې له وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدا زمینه برابره کړه.
ووچیچ، چې د ولسمشرۍ دوهیمه او وروستۍ پېنځه کلنه دوره یې تېروله؛ د خپل دوهیم پړاو له پای ته رسېدا شاوخوا اووه میاشتې مخکې له دندې ځان ګوښه کړ.
نوموړي دا کار په داسې حال کې کړی، چې د صربستان له وخت مخکې پارلماني ټاکنې د اوکټوبر پر پېنځهویشتمه ترسره کېږي.
ووچیچ ویلي، که د صربستان د پرمختګ غوښتونکي ګوند (SNS) پر مشرۍ نوی حکومت جوړ شي؛ ښايي دی لومړی وزیر وټاکل شي.
د صربستان د اساسي قانون له مخې، د دغه هېواد د پارلمان اوسنۍ مشره آنا برنابیچ به د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدا پورې د لنډمهالې ولسمشرې دنده ترسره کوي.
د ولسمشرۍ ټاکنې باید تر ډېره په ۹۰ ورځو کې ترسره شي.
راتلونکې پارلماني ټاکنې به د صربستان د پرمختګ غوښتونکی ګوند او د هغه متحدین د زدهکړیالانو له «زدهکړیالان بریالي کېږي» غورځنګ او د لویدیځ پلوو مخالفو ګوندونو له ائتلاف سره مخ کړي.
ووچیچ، چې له څه باندې یوې لسیزې راپدېخوا د صربستان د سیاست له مهمو څېرو څخه دی؛ په ۲۰۱۷ز.کال کې ولسمشر وټاکل شو.
د هغه منتقدانو او د بشري حقونو ځینو ډلو د هغه حکومت د واک د زیات تمرکز پر هڅه تورن کړی؛ خو د صربستان چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.
د ووچیچ استعفا په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې صربستان د ۲۰۲۴ز.کال په نومبر کې د نوويساډ ښار د بیا رغول شوي ریلګاډي تمځي د سیوري د چت له نړېدا وروسته د زدهکړیالانو او د حکومت د مخالفانو له پراخو لاریونونو سره مخ شوی دی. په دغه پېښه کې ۱۶ کسان مړه شول.
ووچیچ د یکشنبې پر ورځ هم اعلان وکړ، چې ۴۹ کسان، چې د لاریونونو په تړاو نیول شوي یا محاکمه شوي وه، د فعالانو او د هغه د یو شمېر پلویانو په ګډون؛ له بښنې برخمن کړي دي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
تازه خبرونه3 days agoپه هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
-
تازه خبرونه4 days agoنیکولا بلومو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوی چارسمبالی شو
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days agoافغانستان د اقلیمي کړکېچ په لومړۍ کرښه کې؛ کابل د اوبو له کمښت سره مخ دی
