تازه خبرونه
له ایران څخه د افغان کډوالو ډلهییز ایستل وحشیانه دي – زلمی خلیلزاد
خلیلزاد ویلي: هغه د هرات په سرحدي سیمه کې له خپلو همکارانو څخه، چې هلته د سلګونو زره افغان کډوالو سره د مرستې لپاره تللي؛ ځوروونکي راپورونه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د سولې پخواني افغان ــ امریکایي استازي زلمي خلیلزاد له ایران څخه د افغان کډوالو ډلهییزې ایستنې ته په غبرګون کې دا کړنه “وحشیانه” یاده کړې او له ایران څخه یې د دې بهیر د ورو کولو او له نړیوالو مرستندویه ادارو سره د همغږۍ غوښتنه کړې ده.
خلیلزاد ویلي: هغه د هرات په سرحدي سیمه کې له خپلو همکارانو څخه، چې هلته د سلګونو زره افغان کډوالو سره د مرستې لپاره تللي؛ ځوروونکي راپورونه ترلاسه کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ایراني ځواکونه له سړکونو پرته له مخکنۍ خبرتیا افغانان نیسي، په بسونو کې اچوي او تر افغان پولې یې رارسوي.
هغه زیاته کړې: “کله، چې کډوال غواړي په سولهییز توګه له خپلو کورنیو سره له دې هېواده ووځي؛ نو دوی ته ویل کیږي، چې د دوی د کورنۍ غړي به جلا وشړل شي او دوی باید پخپله د هغو لټون وکړي.”
خلیلزاد خبرداری ورکړی، چې افغانستان پخپله له جګړې وروسته په بحران کې دی؛ نشي کولی په لنډ وخت کې دومره لوی شمېر کډوال جذب کړي.
هغه دا ټینګار هم کړی؛ ډېری راستنېدونکي کلي یا خپلوان نلري، چې ورستانه شي.
هغه له ایران اسلامي جمهوریت څخه وغوښتل؛ د جبري ایستنې بهیر دې ورو او له افغان او نړیوالو مرستندویه ادارو سره همغږي وکړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې کډوال انسانه او باعزته خپل هېواد ته ستانه شي.
