تازه خبرونه
له ایران څخه راستانه شوي افغانان د پاکستان پر پرتله ښه وضعیت لري
د سېشنبې پر ورځ د یواناچسیآر لهخوا د خپور شوي «افغانستان د بېرته راستنېدونکو له څارنې وروسته ارزونې» راپور له مخې؛ له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزې د پام وړ توپیر لري. په دې راپور کې راغلي، چې له ایران څخه راستنېدونکي کډوال په ټوله کې د زدهکړې لوړه کچه، خوړو ته ښه لاسرسی او د استوګنې مناسب وضعیت لري؛ خو له پاکستان څخه راستنېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ډېری یې پر ورځنیو مزدوريو تکیه کوي او د درندو پورونو بار پر اوږه وړي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یواناچسیآر) ویلي، چې له ایران څخه راستانه شوي افغانان، پر منځنۍ کچه د زدهکړې، خوړو خوندیتوب او د استوګنې له پلوه د پاکستان پر پرتله ښه وضعیت لري.
د سېشنبې پر ورځ د یواناچسیآر لهخوا د خپور شوي «افغانستان د بېرته راستنېدونکو له څارنې وروسته ارزونې» راپور له مخې؛ له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزې د پام وړ توپیر لري. په دې راپور کې راغلي، چې له ایران څخه راستنېدونکي کډوال په ټوله کې د زدهکړې لوړه کچه، خوړو ته ښه لاسرسی او د استوګنې مناسب وضعیت لري؛ خو له پاکستان څخه راستنېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ډېری یې پر ورځنیو مزدوريو تکیه کوي او د درندو پورونو بار پر اوږه وړي.
راپور زیاته کړې، چې د پور کچه له ایران څخه په راستنېدونکو کې تر یوه بریده کمه ده او په دې برخه کې د ښځينه سرپرستو او نرينه سرپرستو کورنیو ترمنځ د پام وړ توپیر نهلیدل کېږي. همدارنګه له پاکستان څخه راستنېدونکي کډوال په ځانګړي توګه نوي راغلي کسان زیاتره په کرایي کورونو کې اوسېږي او د کرایې په ورکړه کې له ستونزو سره مخ دي. په داسې حال کې، چې ډېری له ایران څخه راستنېدونکي یا د خپل کور خاوندان دي او یا د میراث له لارې استوګنځای ته لاسرسی لري.
د یواناچسیآر د څرګندونو له مخې؛ له پاکستان څخه راستنېدونکو ترمنځ د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم ډېر محدود دی. یوازې د دوشنبې پر ورځ ۲ زره او ۸۲۷ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په دې راپور کې راغلي، چې ایران په تېرو څلور لسیزو کې سره له ډېرو ننګونو، د نړۍ له سترو کډوالمنوونکو هېوادونو څخه پاتې دی. د دغو پناغوښتونکو ډېره برخه افغانان دي، چې د جګړې، ناامنۍ، بېوزلۍ او دوامدارو کړکېچونو له کبله یې خپل هېواد پرې ایښی دی.
د یواناچسیآر د څرګندونو له مخې؛ ایران شاوخوا ۷۷۳ زره د «آمایش» کارت لرونکي پناغوښتونکي او له ۲.۷ میلیون ډېر هغه افغان کډوالو کوربه دی، چې په نیمه پناغوښتونکي وضعیت کې ژوند کوي. ایران له ۳.۵ میلیون څخه د زیاتو پناغوښتونکو پر کوربتوب د نړۍ دوهیم لوی کوربه هېواد بلل کېږي؛ خو ډګرني راپورونه او غیررسمي شمېرې ښيي؛ تر اووه میلیون پورې افغانان په ایران کې ژوند کوي، چې نږدې څلور میلیون یې د اقامې قانوني اسناد نلري.
یواناچسیآر خبرداری ورکړی، چې ایران له سخت مالي بحران سره مخ پاتې دی؛ ځکه نړیوالې ټولنې د پناغوښتونکو د بشري اړتیاوو لپاره د اړینې بودجې له درېیمې برخې څخه هم کمه مرسته ورته برابره کړې ده.
دې ادارې زیاته کړې، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو نهه میاشتو کې له ۱.۷ میلیون څخه ډېر افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.