تازه خبرونه
له ایران څخه هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر دوه چنده شوی
ځینې افغان کډوال وايي، چې له نږدې یوې میاشتې راپدېخوا په ایران کې د کډوالو وضعیت ښه ندی او هره ورځ سلګونه کسان نیول کیږي او جبري ایستل کیږي.
له ایران څخه هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر دوه چنده شوی، چې یوازې د هرات له اسلام کلا پولې څخه هره ورځ تر څلورو زرو پورې خلک هېواد ته راستنیږي.
ځینې افغان کډوال وايي، چې له نږدې یوې میاشتې راپدېخوا په ایران کې د کډوالو وضعیت ښه ندی او هره ورځ سلګونه کسان نیول کیږي او جبري ایستل کیږي.
د ایران حکومت ویلي؛ ټول هغه کډوال، چې رسمي اسناد نلري باید له هېواده وشړل شي.
۴۱ کلن محمد نعیم له څلورو کلونو وروسته د خپل پلار او مور په ګډون د کورنۍ له لس غړو سره هېواد ته راستون شوی دی.
هغه وايي، چې په ایران کې وضعیت د افغان کډوالو لپاره ښه ندی. د دوی لپاره د ژوند کولو محدودیتونه ډېر شوي؛ نو ډېری کورنۍ هڅه کوي، چې دا هېواد پریږدي.
محمد نعیم، چې له ایران څخه شړل شوی کډوال دی وايي: “په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ښه ندی. زه پخپله نجار وم؛ خو بیا هم له سپکاوي سره مخ وم. حتا هغه نانوايي، چې مونږ ترې ډوډۍ اخیسته هغه به یې په دوه زره تومانه په یوه ایرانی وپلورله؛ خو هماغه ډوډۍ به یې په لس زره تومانه پر مونږ پلورله.
د اسلام کلا – هرات پولې سیمهییز چارواکي وايي، چې هره ورځ تر څلورو زرو پورې خلک د دې پولې له لارې هېواد ته راستنیږي. د ایران حکومت لخوا پر افغان کډوالو د فشارونو او بندیزونو له کبله د راستنېدونکو او شړل شویو کډوالو شمېر دوه چنده شوی دی.
د دې ولایت د اسلام کلا پولې د کډوالو چارو مشر عبدالله قیومي ټینګار کړی، چې یوازې د اسلامکلا پولې څخه هره ورځ تر ۳۰۰ پورې کورنۍ هېواد ته راستنیږي.
عبدالله قیومي زیاته کړې: “ایران پر افغان کډوالو ډول ډول بندیزونه لګولي دي او کډوال اړ شوي، چې خپل هېواد ته ستانه شي.”
له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې له ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدل زیات شوي دي. ځینې یې د ایراني امنیتي ځواکونو لخوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه شکایت کوي.
سامان جمشیدي، چې له ایران څخه شړل شوې کډواله ده وايي: “په تهران کې د کورنیو لپاره ډېرې ستونزې وې. په ځانګړي توګه کله، چې دوی په کمپونو کې ساتل کېدل. اسانتیاوې وې؛ خو د کورنیو لپاره نهوې.”
له ایران څخه شړل شوی کډوال علی رضا وايي: “هغه کسان، چې پاسپورټ لري نیول کیږي. هغه کسان، چې اسناد لري نیول کیږي او هغه کسان، چې قاچاق شوي وي نیول کیږي او بېرته هېواد ته ایستل کیږي.”
ایمل، چې له ایران څخه شړل شوی کډوال دی وايي: “ایراني پولیس له مونږ سره ډېر بد چلند کوي او کور ته د تګ په لار کې له لسګونه څخه په ډېرو ځایونو کې له مونږ څخه پیسې اخلي. زمونږ غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده، چې له دوی څخه پوښتنې وشي.”
د ایران اسلامي جمهوریت لخوا په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د بېړني حالت پر لګولو له دې هېواد څخه د افغانانو د راستنېدو بهیر چټک شوی دی. د هرات په اسلامکلا سرحدي سیمه کې سیمهییز چارواکي وايي، چې د نړیوالو بنسټونو او اسلامي امارت ترمنځ اوسنۍ همکاري له کډوالو سره د چلند لپاره کافي نده؛ دوی ټولو ته لاسرسي نلري.