تازه خبرونه
له برښنایي پېژندپاڼې او پاسپورت پرته سیمکارتونه نهپلورل کیږي – اترا
د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا ويلي: له دې وروسته هر څوک، چې غواړي سیمکارت وپېري باید له ځانه سره الکترونیکي تذکره یا پاسپورت ولري؛ ځکه له دې وروسته پر کاغذي تذکرو سیم کارتونه نه راجستریږي.
د اترا ادارې او مخابراتو وزارت د وړاندیز پر بنسټ د اسلامي امارت کابینې د سیمکارت اخیستلو په بهیر کې د بدلون راوستلو طرحه تصویب کړې او هغه کسان، چې غواړي له دې وروسته سیمکارت واخلي؛ باید الکترونیکي تذکره او یا هم پاسپورت ولري.
نوموړي په دې اړه ویلي: د سیمکارت په ترلاسه کولو کې د بدلون له مخې؛ هغه څوک، چې غواړي سیمکارت ترلاسه کړي باید الکترونیکي تذکره یا پاسپورت ولري.
د دغه رياست د وياند جلال شمس د څرګندونو له مخې؛ هغه کسان، چې برښنايي تذکره يا پاسپورت نهلري د سيم کارت د پېرلو پر مهال بايد هغه څوک یې تضمين وکړي، چې پاسپورت او يا برښنايي تذکره لري.
جلال شمس ویلي: که څه هم دغه سيستم ستونزې رامنځته کوي؛ خو په ولايتونو کې په ځانګړي توګه مخابراتي شرکتونه د سيمکارتونو د ثبت لپاره باید دغه پلان عملي کړي، ځکه کاغذي پېژندپاڼې ډېرې د باور وړ نهدي او د درغلۍ امکان لري.
هېوادوالو ويلي: حکومت باید د سیمکارت د ثبت په څانګه کې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ ځکه د پاسپورت یا تذکرې ترلاسه کول وخت ونیسي او دوی د سیمکارت په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پخوا هم په بازارونو کې ډېر سیمکارتونه له ثبت او راجستر پرته پلورل کېدل؛ خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دا بهیر قانوني شو او هیڅوک نهشي کولی، چې له ثبت او راجستر پرته سیمکارتونه وپېري.