Connect with us

تازه خبرونه

له برښنایي پېژندپاڼې او پاسپورت پرته سیم‌کارتونه نه‌پلورل کیږي – اترا

خپور شوی

د

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا ويلي: له دې وروسته هر څوک، چې غواړي سیم‌کارت وپېري باید له ځانه سره الکترونیکي تذکره یا پاسپورت ولري؛ ځکه له دې وروسته پر کاغذي تذکرو سیم کارتونه نه راجستریږي.
د اترا ادارې او مخابراتو وزارت د وړاندیز پر بنسټ د اسلامي امارت کابینې د سیم‌کارت اخیستلو په بهیر کې د بدلون راوستلو طرحه تصویب کړې او هغه کسان، چې غواړي له دې وروسته سیم‌کارت واخلي؛ باید الکترونیکي تذکره او یا هم پاسپورت ولري.
نوموړي په دې اړه ویلي: د سیم‌کارت په ترلاسه کولو کې د بدلون له مخې؛ هغه څوک، چې غواړي سیم‌کارت ترلاسه کړي باید الکترونیکي تذکره یا پاسپورت ولري.
د دغه رياست د وياند جلال شمس د څرګندونو له مخې؛ هغه کسان، چې برښنايي تذکره يا پاسپورت نه‌لري د سيم کارت د پېرلو پر مهال بايد هغه څوک یې تضمين وکړي، چې پاسپورت او يا برښنايي تذکره لري.
جلال شمس ویلي: که څه هم دغه سيستم ستونزې رامنځته کوي؛ خو په ولايتونو کې په ځانګړي توګه مخابراتي شرکتونه د سيم‌کارتونو د ثبت لپاره باید دغه پلان عملي کړي، ځکه کاغذي پېژندپاڼې ډېرې د باور وړ نه‌دي او د درغلۍ امکان لري.
هېوادوالو ويلي: حکومت باید د سیم‌کارت د ثبت په څانګه کې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ ځکه د پاسپورت یا تذکرې ترلاسه کول وخت ونیسي او دوی د سیم‌کارت په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پخوا هم په بازارونو کې ډېر سیم‌کارتونه له ثبت او راجستر پرته پلورل کېدل؛ خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دا بهیر قانوني شو او هیڅوک نه‌شي کولی، چې له ثبت او راجستر پرته سیم‌کارتونه وپېري.

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!