Connect with us

نړۍ

له برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع

د سوریې ولسمشر په لندن کې د چاټهام هاوس فکري خونې پر کوربتوب ناستې ته ویلي: «سوریه به تر هغې له هر راز شخړې بهر پاتې وي، چې د هیڅ لوري له‌خوا پر نښه نشي.»

خپور شوی

د

د سوریې ولسمشر احمد الشرع څرګنده کړې؛ هېواد به یې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو له جګړې تر هغې بهر پاتې وي، چې برید پرې ونشي او یا هیڅ ډیپلوماټیک حل شتون ونلري.

د سوریې ولسمشر په لندن کې د چاټهام هاوس فکري خونې پر کوربتوب ناستې ته ویلي: «سوریه به تر هغې له هر راز شخړې بهر پاتې وي، چې د هیڅ لوري له‌خوا پر نښه نشي.»

هغه ویلي:« مونږ نه غواړو، چې سوریه د جګړې ډګر وي؛ خو له بده‌مرغه نن چارې د عقل له مخې نه‌اداره کیږي. وضعیت بې ثباته او تصادفي دی.”

دا میاشتنۍ اوږده شخړه په ټوله سیمه کې خپره شوې؛ زرګونه کسان یې وژلي، د انرژۍ رسولو مخه یې نیولې او نړیوال اقتصاد یې د غورځېدا له خطر سره مخ کړی دی.

نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې آیا سوریه به د شخړې په لړ کې بې‌پرې پاتې شي؛ ویلي: « مونږ غواړو، چې سوریه له ټولې سیمې( لبنان، عراق، ترکیې، سعودي عربستان ) او نړیوالو قدرتونو(بریټانیا، فرانسې، جرمني او امریکا) سره بې‌زیانه او مثالي اړیکې ولري. زه فکر کوم، چې سوریه اوس د سټراټیژیکو اړیکو د جوړولو له وړتیا برخمنه ده.»

سوریې د روانې میاشتې په پیل کې زرګونه سرتېري له لبنان سره لویدیځې پولې او له عراق سره ختیځې پولې ته استولي.

د سوریې دفاع وزارت ویلي، چې د ځواکونو دا ځای پرځای کېدنه د «سیمه‌ییزو شخړو د زیاتېدا په بهیر کې د سرحدونو د ساتنې او کنټرول» لپاره دا مو د هڅو یوه برخه ده.

د سوریې ولسمشر ویلي؛ « مونږ په پوره کچه جګړې لرلي. مونږ درنده بیه پرې کړې ده. مونږ د یوې بلې جګړې تجربې ته چمتو نه‌یوو.»

نړۍ

چین ته د ټرمپ سفر؛ شي جین‌پینګ له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پرمختګ په اړه خبر ورکړ

شي جین‌پینګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ باثباته اړیکې د نړۍ پر ګټه دي او د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ همکاري کولی شي د دواړو لوریو لپاره ګډې ګټې ولري.

Published

on

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د امریکا له ولسمشرډونالډ ټرمپ سره په بیجینګ کې د دوه ورځنۍ غونډې له پیل سره هممهاله څرګنده کړې، چې دواړو لوریو په سوداګریزو خبرو اترو کې مثبت پرمختګونه کړي دي.

شي جین‌پینګ ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ باثباته اړیکې د نړۍ پر ګټه دي او د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ همکاري کولی شي د دواړو لوریو لپاره ګډې ګټې ولري.

د چین دولتي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو کاري ډلو لومړنیو خبرو «متوازنې او مثبتې» پایلې لرلې دي. ویل کېږي، چې د دغو خبرو موخه د سوداګریز اوربند ساتل او د نورو اقتصادي همکاریو لپاره زمینه برابرول دي.

ټرمپ هم په دې لیدنه کې د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو له ښه‌کېدا هرکلی وکړ او څرګندوي، دواړه هېوادونه کولی شي د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پراخه همکاري ولري.

په دې ناسته کې د سوداګرۍ ترڅنګ د ایران، تایوان او د ټکنالوژۍ په اړه د همکاریو په څېر مهم موضوعات هم تر بحث لاندې نیول شوي دي.

ټرمپ هڅه کوي، چین وهڅوي، چې د ایران د کړکېچ په پای ته رسولو کې مرسته وکړي؛ خو شنونکي وایي، بیجینګ ښایي پر تهران د جدي فشار له راوستلو ډډه وکړي.

دغه راز د تایوان مسئله هم د دې غونډې له حساسو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. چین یو ځل بیا تایوان ته د امریکايي وسلو له پلور سره خپل سخت مخالفت څرګند کړی او دا یې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

کارپوهان باور لري، چې په نړیوالو معادلو کې د چین دریځ د پخوا پر پرتله پیاوړی شوی او اوس د واشنګټن او بیجینګ اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې سیالي او همکاري په یو وخت کې مدیریت کړي.

Continue Reading

نړۍ

له ایران سره د امریکا د جګړې لګښتونه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي – پنټاګون

د رویټرز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ دا شمېر د سې‌شنبې پر ورځ د پنټاګون د یوه لوړپوړي چارواکي له‌خوا وړاندې شوی دی.

Published

on

د امریکا دفاع وزارت(پنټاګون) ویلي؛ له ایران سره د دغه هېواد د جګړې ټول لګښت تر اوسه ۲۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی، چې دا شمېر د تېرې میاشتې پر پرتله ۴ میلیارډ ډالره زیاتېدا ښيي.

د رویټرز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ دا شمېر د سې‌شنبې پر ورځ د پنټاګون د یوه لوړپوړي چارواکي له‌خوا وړاندې شوی دی.

د پنټاګون د مالي چارو چارسمبالي(سرپرست) ژول هرسټ په کانګرس کې یوې ناستې ته ویلي، چې دا لګښتونه د پوځي عملیاتو، د تجهیزاتو د رغونې او د نویو وسایلو د ځای پر ځای کولو لګښتونه رانغاړي.

هغه د دفاع وزیر په ګډون د لوړپوړو پوځي چارواکو په حضور کې ټینګار کړی، چې د لګښتونو ارزونه روانه ده او نوي معلومات ورسره وړاندې کیږي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ پنټاګون د اپرېل پر نهه‌ویشتمه هم ویلي وه، چې د دې جګړې لګښت ۲۵ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي.

اوس هم روښانه نه‌ده، چې دا شمېر پر کومو معیارونو محاسبه شوی دی.

Continue Reading

نړۍ

د رویترز او ایپسوس نظرپوښتنه: ډېری امریکایان له ایران سره د جګړې موخې ناڅرګندې ګڼي

د دې نظرپوښتنې له مخې، چې په ټوله امریکا کې ترسره شوې؛ شاوخوا دوه پر درېیمه برخه ګډونوالو ویلي: ټرمپ توانېدلی نه‌دی، چې له ایران سره د جګړې د نظامي حضور علت او هدف روښانه او څرګند کړي. دا نظر د ډیموکراټانو تر څنګ د جمهوري غوښتونکو په یو شمېر کسانو کې هم لیدل کېږي.

Published

on

د رویترز او ایپسوس د ګډې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي؛ د امریکا زیاتره وګړي باور لري، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د جګړې موخې روښانه څرګندې کړې نهدي.

د دې نظرپوښتنې له مخې، چې په ټوله امریکا کې ترسره شوې؛ شاوخوا دوه پر درېیمه برخه ګډونوالو ویلي: ټرمپ توانېدلی نه‌دی، چې له ایران سره د جګړې د نظامي حضور علت او هدف روښانه او څرګند کړي. دا نظر د ډیموکراټانو تر څنګ د جمهوري غوښتونکو په یو شمېر کسانو کې هم لیدل کېږي.

نظرپوښتنه همدارنګه ښيي، چې د تېلو او ګاز د بیو لوړېدا په امریکا کې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. ډېرو ګډونوالو ویلي، چې د بیو لوړوالی د امریکا او ایران ترمنځ له روانو ترینګلتیاوو او جګړې سره تړاو لري.

د راپور له مخې؛ شاوخوا ۶۳ سلنه امریکایانو ویلي، چې د سون توکو د بیو لوړېدا د هغوی د کورنیو پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی دی. همدارنګه ډېری ځواب ویونکو جمهوري غوښتونکي د بیو د لوړېدا اصلي مسوولان ګڼلي دي.

دغه راز نظرپوښتنه ښيي، چې د ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کچه لږ لوړه شوې؛ خو اوس هم له ایران سره د جګړې له پیل مخکې د ملاتړ کچه یې ټیټه ده.

دا نظرپوښتنه انلاین ترسره شوې او په کې له ۱۲۵۰ څخه زیاتو امریکایي وګړو ګډون کړی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!