سیمه ییز خبرونه

له بهرني دښمن څخه د پولو د دفاع ژمنه مو نه ده كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې ميشت نړيوال ځواكونه وايي:

له افغان حكومت سره داسې ژمنه نه ده شوې، چې له مخې يې له بهرني دښمن څخه د افغانستان د پولو دفاع وكړو.

آيساف ځواكونه همدا راز د ديورند پركرښې د وسله والو طالبانو تگ راتگ د اندېښنې وړبولي او د دې كرښې په دواړو غاړيو كې د ترهگرو د پناه ځايونو پرله منځه وړلو ټينگاركوي.

له ترهگرۍ څخه د پاكستان د ملاتړ دوام او د افغانستان پرسرحدي سيمو د دې هېواد توغنديز بريدونه په وروستيو څو كلونو كې د افغانانو د اندېښنو ستره برخه جوړوي، چې د افغانستان متحدينو ورته څرگند ځواب نه دى وركړى.

د امريكا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيك تړون پربنسټ، چې د همدې زيږديزكال د مې په مياشت كې لاسليك شو، امريكا مكلفه ده، چې د بهرنيو بريدونو او گواښونو په وړاندې له افغانستان څخه دفاع وكړي.

په كابل كې د نړيوالو ځواكونو وياند  گونتر كتز وايي، چې:

پرافغانستان به له بهرنيو بريدونو دفاع ونه كړو؛ ځكه د بن په لومړۍ غونډه كې د ملگرو ملتونو امنيت شورا موږ ته يوازې د كورنيو گواښونو اشاره كړې، نه له پولو څخه د بهرگواښونو پر وړاندې دفاع.

نوموړي په بشپړ ټينگار څرگنده كړه، چې:

موږ د دې لپاره افغانستان ته راغلي يو، چې افغانستان به بيا د ترهگرو پر مركز نه اوړي. موږ دلته راغلي يو، چې له افغان چارواكو سره د سولې په ټينگښت او ثبات كې همكاري وكړو.

امريكا ته له خپل وروستي سفر څخه وروسته ولسمشرحامد كرزي په ډاگه كړه، چې:

د افغانستان د سترستراتيژيك ملگري په توگه اوس هم امريكا نه ده منلې، چې پاكستان پرافغانستان توغنديز بريدونه كوي.

دا په داسې حال كې ده، چې افغانستان له بهرنيو گواښونو سره د مقابلې او ځان ساتنې لپاره له امريكا، فرانسې، بريتانيا، ايټاليا او المان سره ستراتيژيك تړونونه او سندونه لاسليك كړي دي.

د يادونې وړ ده، چې ولسمشر حامد كرزي له ترهگرو سره د افغانستان له پولو اخوا په مبارزه ټينگار كړى، نه د افغانستان په كليو او بانډو كې.

Trending

Exit mobile version