تازه خبرونه

له بهرنیو ځواکونو پاتې شوې پوځي اډې پر اقتصادي زونونه بدلیږي

Published

on

Last Updated on: کب ۲, ۱۴۰۱

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ پرېکړه کړې؛ له بهرنیو ځواکونو راپاتې پوځي اډې به پر تدریجي بڼه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي، چې پر ځانګړیو اقتصادي زونونو بدل شي.

د ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ په مرمرین ماڼۍ کې اقتصادي کمیسیون د غونډې پر مهال پرېکړه وکړه، چې د بهرنیو ځواکونو لخوا پاتې شوې پوځي اډې به پر تدریجي بڼه پر ځانګړیو اقتصادي زونونو بدلې او د پلان له مخې به د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي او اوس ترې په کابل او بلخ کې امتحانې کار پیل کیږي.

د امریکا پر مشرۍ ناتو او بهرنیو هېوادونو په افغانستان کې پراخ حضور درلود؛ خو د ۲۰۲۰ ز. کال د فبرورۍ پر ۲۹ د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د دوحې تړون وروسته دغه ټول ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او دغه هېواد یې له اقتصادي بندیزونو سره مخ کړ.

د دغو ځواکونو له پراخ او اوږدمهاله شتون څخه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لسګونه پوځي اډې پًاتې شوې او اسلامي امارت پرېکړه وکړه، چې له هغو څخه د ځانګړیو اقتصادي زونونو په توګه کار واخلي.

په دې اړه نور جزئیات ورکړ شوي ندي او نه هم د بهرنیو ځواکونو د پاتې شویو اډو بشپړ شمېر معلوم دی.

Trending

Exit mobile version