سوداگري
له تاجکستان څخه افغانستان ته د توکو په صادراتو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی
تاجکستانيو رسنیو څرګنده کړې؛ تاجکستان د روان کال په شپږ میاشتو کې له تاجکستان څخه افغانستان ته د ۵۱،۲ میلیون دالرو پر ارزښت توکي او محصولات صادر کړي دي.
په همدومره وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ ارزښت ۵۲،۷ میلیون دالر دی، چې ۹۷،۲ سلنه یې له تاجکستان څخه افغانستان ته د توکو او محصولاتو په صادراتو پورې اړه لري.
دا شاخص د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې د صادراتو د ارزښت پر پرتله ۳۸ سلنه ډېر دی.
همدا راز تاجکستان افغانستان ته د برښنا پوره صادروونکی هېواد دی.
د روان کال په شپږ میاشتو کې له تاجکستان څخه افغانستان ته د ۴۴.۹ میلیون دالرو پر ارزښت برښنا صادره شوې ده.
