سیمه ییز خبرونه

له ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره اړينه ده، چې كابل او اسلام آباد په خپلو كې نږدې شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په پاكستان كې د بريتانيا سفير وايې، اسلام آباد د سولې د خبرو ميز ته د طالبانو له حاضرولو سره ليوالتيا ښيي. نوموړي ترهگري د افغانستان او پاكستان گډ دښمن وباله او له دې ستونزې سره يې د مقابلې لپاره د پاكستان او افغانستان په گډو همكاريو ټينگار وكړ.

په كابل او اسلام آباد كې د بريتانيا سفيرانو د ديورند كرښې په دواړو غاړو كې د ثبات د ټينگښت لپاره د افغانستان او پاكستان په گډو همكاريو ټينگار وكړ.

دوى په كابل كې خبري غونډې ته څرگنده كړه، له ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره اړينه ده، چې كابل او اسلام آباد په خپلو كې نږدې شي.

په افغانستان كې د بريتانيا سفير ريچارد ستيك وايي:

له دواړو دولتونو سره زمونږ د كار اصلي اړخ دا دى، څو له هغوى سره مرسته وكړو، چې خپل منځي ستونزې حل شي. زمونږ په آند د افغانستان او پاكستان تر منځ مهم دريځ دا دى، چې څرنگه كولاى شي، د كرښې د دواړو غاړو امنيت تامين كړي او د وېره اچوونكو پر وړاندې په اغيزمن ډول مبارزه وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې له ترهگرۍ سره د مبارزې پر وړاندې د پاكستان دوه گوني چلند تل د افغان حكومت اندېښنې را پارولي دي.

له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې، او د خبرو له لارې تاوتريخوالى پاى ته رسول په وروستيو كلونو كې د افغان حكومت مهم پروگرامونه دي.

د افغانستان اصلي متحدانو لكه امريكا، بريتانيا او ناټو لدې پروگرامونو ملاتړ كړى دى. دا هڅې دومره جدي دي، چې د افغانستان د مدني ټولنې ځينو بنسټونو واك ته د طالبانو د بېرته ستنېدو په باب اندېښنه لري.

په كابل كې د بريتانيا سفير همدا راز له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو تر وتو وروسته د افغان ځواكونو د وړتياو  په باب خوشبينه دى، خو وايې، نړيوالې ټولنې په افغانستان كې ځينې فرصتونه له لاسه وركړل او دې فرصتونو كولاى شواى حالت ښه لور ته بيولى واى.

د بريتانيا دولت د ۱۳۷۱لمريز كال له تجربو زده كړه كوي. مونږ به خپلې اوږد مهاله همكاري جاري ساتو، په افغانستان كې زمونږ رول بدلېږي، خو د همكاريو بڼه نه بدليږي.

په همدې حال كې په اسلام آباد كې د بريتانيا سفير آدام تامسن وايې:

سولې ته د رسېدو لپاره پوځي تگلاره برياليتوب نه شي را منځته كولاى. پاكستانيان ډېر ليوال دي، چي افغاني طالبان له پاكستان ووځي او په افغانستان د سولې له بهير سره يو ځاى شي. لكه چې مونږه په افغانستان كې د پوځي حل لارې شاهدان نه يو، همدا راز د دغو پټنځايونو د را غونډولو لپاره پوځي حل لار نشته.

د ديورند كرښه بله مسئله وه، چې په اسلام آباد كې د بريتانيا سفير ورته اشاره وكړه. هغه وويل، د افغانستان او پاكستان دولتونه د ديورند كرښې پر وړاندې د بريتانيا له ليدلوري خبر دي.

د افغانستان او پاكستان دولتونه د بريتانيا د پخواني دولت دريځ باندې پوهېږي او په اوسنيو شرايطو كې غوره ده، چې پرې خبرې ونه كړو.

دا په داسې حال كې ده، چې په ملي او نړيوالو رسنيو كې د ديورند كرښې مسئله وخت ناوخته يادېږي او امريكايي چارواكو هم ويلي، چې د ديورند كرښه د افغانستان او پاكستان تر منځ د رسمي پولې په توگه په رسميت پېژني، كوم دريځ چې د افغان حكومت غبرگون يې له ځان سره درلود.

Trending

Exit mobile version