سوداگري
له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو صادرات پیل شول
په کندهار ولایت کې سیمهییزو چارواکو ويلي، یوه نړیوال شرکت په رسمي بڼه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د طبیعي ګازو صادرات پیل کړي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دا لار د ایران د لارې پر پرتله ډېره لنډه ده او له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو لېږد به د دغه هېواد لپاره زیاتې اقتصادي ګټې ولري.
په لومړي ګام کې د کندهار د سپین بولدک بندر له لارې ۵۰ موټره پر ګازو بار پاکستان ته واستول شول.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي: سږ کال زمونږ صادرات کابو ۱۸۶۸ میلیون دالر دي، چې د پام وړ زیاتوالی ښيي. زه د افغانستان د اسلامي امارت له مشر امیرالمؤمنین شیخ هبةالله آخوندزاده څخه د زړه له تله مننه کوم، چې د ټولو سوداګرو او پانګوالو لپاره یې مناسب چاپېریال رامنځته کړ او هغو ته یې د افغانستان اقتصادي لښکر پر سترګه وکتل.
د کندهار د ګمرک چارواکي وايي، په ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال کې ۲۲۸۹۱ ترانزیتي ټولګې د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته لېږدول شوي او په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې ۵۳۶۷۹ ټولګې، چې شمېر یې له ۱۴۰۰ څخه دوه برابره زیات دي. له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ګازو د لېږد پیل د افغانستان د ترانزیت په برخه کې یو مهم بدلون دی.
د کندهار ولایت د ګمرک رییس محمد حامد حمید وايي: ګاز یوه خطرناکه او اور اخیستونکی ماده ده. ان شاءالله، چې په انتقال کې به یې ځنډ نهوي.
څرنګه، چې افغانستان د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ پروت دی، د توکو لېږد کولی شي په سیمه کې د افغانستان اقتصادي وضعیت را ژوندی کړي او په سیمه ییزې نښلېدا کې مهم رول ولوبوي.