تازه خبرونه

له تېرو درې میاشتو راپدیخوا په هرات کې ۱۳۰ تورن کسان نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۴, ۱۳۹۹)

د هرات ملي امنیت ریاست په تېرو درې میاشتو کې لږ تر لږه ۱۳۰  کسان د سړي تښتونې، ویجاړوونکیو بریدونو، وسلوالو غلاوو او اداري فساد پر شک نیولي دي.

دغه ریاست ويلي، چې له دغو کسانو څخه څه نا څه ۳۰ میله بېلابېلې وسلۍ او ۱۹۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

هرات والي سید وحید قتالي څرګنده کړې: ۴۲ کسان د سړي تښتونې، ۱۷ د تروریستي پېښو، ۱۶ د وسلوالو غلاوو او نهه نور د اداري فساد پر شک نیول شوي دي.

دغه راز د هرات ملي امنیت ریاست کارمندانو له تېرو درې میاشتو راپدیخوا ۶۰ کړۍ ماینونه، چې په بېلابېلو سیمو کې د وسلوالو مخالفانو لخوا د امنیتی ځواکونو د پر نښه کولو لپاره ځای پر ځای شوي وه کشف او شنډ کړي دي.

هرات والي زیاته کړې؛ وسلوال مخالفین هڅه کوي، چې پرتخریبي بریدونو، وسلوالو غلاوو او سړي تښتونو خلک راتلونکي ته ناهیلي کړي.

سید وحید قتالي ټینګار کړی، چې په هرات کې ټول جرمونه د طالبانو کار دی.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version