روغتيا
له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا په افغانستان کې پر کرونا اخته ۴۰ ناروغان مړه شوي
د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، په هېواد کې له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا پر کرونا ویروس اخته ۴۰ ناروغان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د تېرو دوه اوونیو وروستۍ څېړنې ښيي، چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ پر کمېدو دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر ویلي؛ تېره اوونۍ ۴۰ ناروغانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی. په داسې حال کې، چې د دوی د موندنو له مخې د فبرورۍ په دوه یمه اوونۍ کې د مړو شمېر ۵۹ ته رسېدلی و.
د عامې روغیتا وزارت وايي، چې اوس هم د کرونا ویروس د بدلې شوې بڼې اومیکرون د تشخیص امکانات نلري.
مسوولین وايي؛ په پام کې ده، چې د روان کال د جنورۍ په وروستيو کې د روغتيا نړيوالې ټولنې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ته د اوميکرون د بڼې معلومولو لپاره وسايل او تجهيزاتو د ورکولو سپارښتنه وکړه؛ خو تر دې دمه رارسېدلي ندي.
په کابل کې د کرونا ویروس ځانګړی افغان-جاپان روغتون ډاکټرایمان رحمتي ويلي؛ په وروستیو دوه اوونیو کې دغه روغتون ته د ورتلونکیو ناروغانو شمېر لږ شوی؛ خو زیاتره ناروغان د اومیکرون بڼې نښې لري.
د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتونو ته ډېره پاملرنه وکړي.
