تازه خبرونه
له تېر یو کال راپدیخوا په افغانستان کې خبریالان مرګ و ژوبله نهلري – خیرخوا
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې ويلي؛ له تېر یو کال راپدیخوا په افغانستان کې د خبریالانو د وژلکېدو او ټپيکېدو هیڅ پېښه ثبت شوې نهده او دا وزارت په هېواد کې د خبریالانو د ستونزو د اواري لپاره ژمن دی.
په دې اړه خیرالله خیرخواه وايي: الحمدلله په تېر یوه کال کې د یوه خبریال د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښه نهده ثبت شوې او دا یو ښه خبر دی.
دغه راز د هېواد له پېنځه ولايتونو څخه د اته خبريالانو د بندي کېدو په غبرګون کې خیرالله خيرخواه ويلي، چې د دغو کسانو نيول د دوى له ژورنالیستيک کار سره هیڅ تړاو نهلري.
خيرخواه د همدې موضوع په تړاو زیاته کړې؛ کله ناکله د خبريال پر نامه هغه څوک بندي کېږي، چې قانوني دوسيه يې له ژورنالیستيکي دندې بېله وي.
هغه دا هم ويلي، چې په تېر کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر وزير په ١٦ ولايتونو کې ١٠٠ تاريخي سیمې سروې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په بېلابېلو ولايتونو کې شاوخوا ٦٢٣٢ نوي تاريخي ابدات ثبت شوي او په تېر کال کې ٣٧١ زره کورنيو سيلانيانو د هېواد له بېلابېلو تاریخي سیمو ليدنه کړې ده.
ویل کیږي، چې د دغه وزارت چارواکي به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پوهنتونونو له استادانو، مخورو، محصلینو او د ټولنې له ټولو اقشارو سره پراخې غونډې جوړې کړي، چې لومړۍ غونډه به یې راتلونکې پنجشنبه په ننګرهار ولایت کې وي.
نوموړي په رسنیو کې د افغانستان له دود او دستور، اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ګټو پر خلاف د خپرونو د خپرېدو مخنیوی، د هغو کتابونو راټولول، چې د ځوانانو د فکري انحراف لامل کېږي؛ د دغه وزارت لاسته راوړنې وبللې.