تازه خبرونه

له حج او اوقافو وزارت سره د حاجيانو پاتې پيسې بېرته ورکول کیږي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۹, ۱۴۰۱)

 د ارشاد حج او اوقافو وزارت وزیر ويلي؛ د سږ کال د حج مراسمو لپاره له ۱۳ زره پېنځه سوه دوه اتیا حاجیانو څخه ۵۳ میلیون دالر راټول شوي وه، چې ۴۶ میلیون یې لګېدلي او پاتې نور به بېرته پر حاجیانو ووېشل شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو نن د وږي ۱۹ د حج له فریضې څخه د پاتې شویو پیسو د وېش بهیر پیل کړ.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب زیاته کړې، چې د حج په مراسمو کې ټول ټال  ۴۶ میلیون دالر لګیدلي او یې سپما کړي، چې بېرته به یې پر حاجیانو ووېشي.

نوموړي ویلي؛ سږ کال د حج کولو لپاره هر کس ۴۱۳۰ دالر ورکړي وه، چې په حج کې پر هر حاجي  ۳۶۱۴ دالر لګښت راغلی دی.

د ارشاد حج او اوقافو وزیر وايي، چې هر حاجي ته به له ۵۱۵ دالرو ډېر بېرته ورکړ شي.

نورمحمد ثاقب ویلي؛ مونږ به د حاجیانو پاتې پیسې د بانک له لارې تادیه کړو. ټول حاجیان کولی شي دا پیسې په خپل ولایت کې د دې وزارت له رییس څخه ترلاسه کړي.

يو شمېر حاجيان، چې د پاتې پيسو د ترلاسه کولو لپاره راغلي وه وايي، چې سږ کال د  حج د مراسمو پر مهال له مناسب چوپړه برخمن شوي دي.

حاجي عبدالمنیر وایي: مونږ سږکال د حاجیانو لپاره د چمتو شويو خدماتو څخه خوښ یوو او هر څه د حاجیانو، په ځانګړي توګه د لارښوونکیو له هیلو سره سم ول.

سږ کال د ستونزو له کبله د حج د لګښتونو لپاره په نسبي ډول ډېرې پيسې راټولې شوې وې او له هرې ډلې سره د استول شوي لارښود پيسې دولت پرې کړې دي.

د حج او اوقافو وزارت ویاند محمد فضل حسیني وایي: سږکال د اوسنيو ستونزو له په پام کې نيولو سره زياتې پيسې راټولې شوې وې؛ خو اوس له پروسې وروسته دغه پيسې بيا حاجيانو ته ورکړ شوې.

د سږ کال په حج کې د افغانستان حاجیانو ته کمه ونډه ورکړشوې وه. په تېرو کلونو کې له افغانستان څخه څه باندې ۳۰ زره کسان د حج فریضې ته تلل؛ خو سږ کال دا شمېره ۱۳۵۸۲ ته راټيټه شوه. د حج او اوقافو وزارت ډآدڅرګندوي، چې دوی به راتلونکی کال ډېرې ستونزې اوارې کړي.

Trending

Exit mobile version