روغتيا
له خوګ څخه انسان ته د زړه دوهیم پیوند ترسره شو
امریکايي جراحانو د خوګ زړه په یوه ناروغ انسان کې ځای پر ځای کړی، چې دا انسان ته د دغه زړه دوهیم پیوند دی، چې تجربه کیږي.
د امریکا د مریلنند ایالت داکترانو د جمعې پر ورځ ویلي، چې دوه ورځې وروسته دغه ناروغ سړی ټوکې کولې او پر څوکۍ کېناسته.
د مریلند په طبي پوهنتون کې د داکترانو د څرګندونو له مخې؛ پخوانی سرتېری لارنس فاسیت د زړه د ناروغۍ له مبله د مرګ تر څنډې رسېدلی و؛ خو نورې روغتیایی ستونزې پدې معنا دي، چې هغه د زړه دودیز پیوند تهه وړ نه و.
فاسیت له عملیاتو وروسته، چې چارشنبه تر سره شږویویلي؛ هیڅوک نه پوهیږي، چې له دې ځای څخه به څه پیښیږي ؛ خو لږ تر لږه اوس زه امید او فرصت لرم. زه به د هرې ساه لپاره مبارزه وکړم، چې ایستلی یې شم.
راتلونکې څو اوونۍ به اړینې وي؛ خو داکتران د خوګ زړه له پیوندولو وروسته د فاسیت لومړني غبرګون څخه خوښ دي.
له حیواناتو څخه انسانانو ته د غړیو د لېږد هڅې له لسیزو راپدیخوا ناکامې شوي؛ ځکه، چې د خلکو د معافیت سیسټم سمدستي بهرني نسجونه له منځه وړي.
اوس ساینس پوهان هڅه کوي، چې د جینیکي پلوه له اصلاح شوي خنزیر څخه کار واخلي، چې د دوی غړي نور ورته، ورته کړي.
په یوه بیان کې د نوموړي میرمن این فاسیت ویلي: مونږ له یو بل سره د ډیر وخت تمه کولو پرته بله تمه نهلرو. دا دومره ساده کیدی شي لکه په یوه دالان کې ناسته او یوځای کافي څښل.
دا ځل د خوګ د زړه پیوند له تېر پیونده څه توپیر لري: تېر کال ساینس پوهانو په زړه کې د خوګ ویروس نښې ولیدلې؛ خو اوس دوی د پټو ویروسونو د موندلو لپاره غوره ازموینې لري او درمل یې هم بدل کړل.
روغتون ویلي؛ د جمعې تر ورځې پورې د هغه نوی زړه پرته له کوم ملاتړه ښه کار کوي.
د خوګ پیوند شوی زره ۱۰ اصلاح شوي جنونه لري، چې د خوګ ځینې جینونه له منځه وړي او ځینې انساني جینونه اضافه کوي، چې د انسان معافیت سیستم ته د منلو وړ وي.